1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګلوبل میډیا فورم: د طالبانو تر کنترول وروسته افغانستان

۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

د ګلوبل میډیا فورم په لومړۍ ورځ د ډي ډبلیو د پښتو - دري څانګې مشرې وصلت حسرت نظیمي په کوربتوب د طالبانو تر ولکې وروسته افغانستان او د سیمې پر راتلونکي یې د اغیزو په اړه بحث شو.

https://p.dw.com/p/4CzB2
21 | Session | TV Show | Peace with the Taliban: A compromise on human rights?
آرشیف انځورانځور: DW/U. Wagner

د بحث د مرکزي موضوع د انتخابولو له پاره کاروونکو ته د یوې سروې له لارې د مهاجرت، نشه یي توکو د قاچاق او یا افراطیت له جملې څخه د یوه موضوع د انتخابولو حق ورکړل شوی و. ډیر شمیر کاروونکو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته، په سیمه کې د افراطیت زیاتیدو مسئلې په حق کې رایه ورکړه او همدا د بحث موضوع وټاکل شوه.

په مجاري بڼه جوړ شوي دغه بحث کې هندۍ ژورنالیستې سهاسني حیدر وویل چې هند له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې په ډیر محتاط ډول سره قدم اخلي.

میرمن حیدر د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل چې د اوکراین د جګړې له امله په ظاهره کې نړۍ افغانستان له یاده ایستلی دی. هغې زیاته کړه چې طالبانو سره په خبرو اترو کې بې له دې چې نړیواله ټولنه د ښځو د تعلیم او بشري حقونو په برخو کې له طالبانو څخه ضمانتونه واخلي، داسې یوازې پريښودل یي یو ناسم اقدام و.

پر سیمې اغیزې

د سهاسني حیدر په خبره پر افغانستان د طالبانو له کنترول سره هند ته یوه ضربه دا هم ورسیدله چې په تیرو شلو کلونو کې چې هند د افغانستان د جمهوریت او زیربناء پر برخو پانګونه کړې وه، هغه یو ډول ضایع شوه.

د سیمه ایز امینت اړوند پاکستانۍ څیړونکې سیمبل خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې د حکومت له بدلیدو سره به د افغانستان په هکله د اسلام آباد په تګلاره کې کوم بدلون رامنځته شي، وویل چې فکر نه کوي چې د حکومت له بدلیدو سره به د طالبانو اړوند د پاکستان په نرم دریځ کې کوم بدلون رامنځته شي.

سیمبل خان وویل چې په سمیه کې د افراطیت زیاتیدلو موضوع په مختلفو هیوادونو کې د سترو قدرتونو له پوځي مداخلې څخه هم نه شو جلا بللی، ځکه له دا ډول مداخلو څخه دا سې ایډیالوژۍ او ډلو ته ګټه رسیږي.

د منځني ختیځ د چارو کارپوه ایراني الاصله آلماني علي فتح الله نژاد وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بې موقع وتلو له یوې خوا د امریکا د کمزوره کیدو پيغام ورکړی او تر څنګ یې دې ته هم اشاره ورکړې ده چې پر امریکا اعتبار نه شي کیدلی.

هغه وویل چې په دې شکل طالبانو ته د افغانستان سپارل، یو ډول ځواکمن ته د قبضې کولو په خاطر د دروازو له پرانیستلو سره مترادفه وه.

علي فتح الله نژاد وویل چې په افغانستان کې یو شمیر کارپوهان حتی د اوکراین جګړې ته پر افغانستان د طالبانو له کنترول سره ارتباط ورکوي: «له زور څخه په کار اخیستنې پر افغانستان د طالبانو له کنترول سره، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته به دا پيغام رسیدلی وي چې هغه هم کولی شي په زور یو هیواد ونیسي».

 چین د افغانستان په اړه محتاط دی

د «بي سي سي چاینیز» شبکې پورې اړوند هورود زهینګ، د افغانستان او چین د اړیکو په اړه وویل چې د بیجینګ حکومت د افغانستان اړوند مسائلو کې په ډیر احتاط سره ګام پورته کوي. هغه وویل چې که څه هم د چین حکومت تر اوسه پورې د طالبانو اړوند په دیپلوماتیکه کچه یو څه اقدامات کړي دي، خو تر اوسه پورې یې ورسره د مرستې په برخه کې کوم د پام وړ ګام نه دی پورته کړی. «چین د دغه هیواد په سویلي سمندر سیمه کې له کړکیچ سره مخ دی او په داسې یو وخت کې هیله لري چې لویدیځ سرحدونه یي امن او خوندي پاتې شي.»

په دې اړه هندۍ ژورنالیستې سهاسني حیدر وویل چې له بده مرغه اوسمهال هند او پاکستان په مستقیم ډول په خبرو کې شامل نه دي، ځکه د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د افغانستان پر موضوع خبرې د سیمې د امنیت له پاره ارزښتناکه ثابتیدلی شي.

آیا نړیواله ټولنه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني؟

پاکستانۍ کارپوهې سیمبل خان په خپل خبرو کې دا هم وویل چې په ظاهره کې د ښځو تعلیم هغه اساسي ټکی دی چې نه یوازې یي نړیواله ټولنه له طالبانو لیري ساتلې ده، بلکې پخپله په طالبانو کې هم پر دې موضوع د نظر یووالی موجود نه دی. هغې وویل چې که دا موضوع حل شي، نو ممکن په نړیواله کچه د طالبانو له پاره هم آسانتیاوې رامنځته کیدل پيل شي.

عاطف توقیر: ش.ن/ ا.خ.ح