بغلان – د طالبانو نومول شوی ولسوال له درو ملګرو سره وژل شوی
۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبهاعلان
د بغلان د امنيه قوماندانۍ ویاند، جاويد بشارت، د يکشنبې په ورځ (د دسمبر ۶مه) رسنیو ته وويل چې ملا امير محمد له خپلو درو ملګرو سره نن د دوشي ولسوالۍ په کُروه سیمه کې وژل شوی دی.
بشارت زیاتوی: «طالبانو نن د دوشي ولسوالۍ په کروه سیمه کې د سیميزو پولیسو پر ېوه پوسته باندې حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې «ملا امیر محمد له خپلو درو ملګرو سره ووژل شو.»
هغه زیاتوي چې نوموړی له څه مودې راهیسې د طالبانو له لوري د خنجان ولسوالۍ له پاره ولسوال ټاکل شوی وو. دوشۍ او خنجان د بغلان سويل ته د يو بل په ګاونډ کې پرتې ولسوالۍ دي چې د کابل لويه لار هم پرې تيره شوې ده.