«طالبانو په هرات کې ۱۶ افغان ځواکونه وژلي»
۱۴۰۰ تیر ۱۴, دوشنبهد هرات د ولایتي شورا غړو هر يو احمد کروخي او سردار بهادري د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې طالبانو تیره شپه د چشت شريف په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوه بيز باندې برید وکړ.
دوی د پيښې په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو زیاته شوې چې طالبان د هرات د چشت شریف ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت په مختلفو ولسواليو کې حضور لري او وخت نا وخت پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي. خو دغه بریدونه په وروستيو اوونيو کې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شوي، ډير شوي دي.
د افغان چارواکو په خبره، طالبانو د اوونۍ په پای کې په اتو ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ نيولي دي.
داسې اندېښه ښودل شوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان امنيتي ځواکونه د هوايي ځواک د کمښت له وجې له جدي ستونزو سره مخ شي.
که څه هم د تیرو شلو کلونو په جریان کې د افغانستان هوايي ځواک جوړ شوی، خو وړتيا يې د امریکا متحده ایالاتو د یو همکار په توګه د پرتلې وړ نه دي.