1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

تخار: يوې مور له خپلو درو ماشومانو سره ځان سيند ته غورځولی

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

د تخار پولیس وايي چې په دغه ولایت کې ېوې مور خپل کور ته اور اچولی او بيا يې د خپلو درو ماشومانو سره ځان سيند ته غورځولی دی او مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3svcV
Pakistan Naran
د آرشیف انځورانځور: Israr Syed

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير، رسنیو ته په یوه استول شوي غږيز پيغام کې تائيد کړې ده چې دغه پيښه د دوشنبي په ورځ (د اپريل ۳مه) د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په خبره يوې ۲۵ کلنه میرمنې لومړی خپل کور ته اور اچولي او بیا يې خپل ځان او درې ماشومان چې دوه يې نجونې او يو هلک وو سیند ته غورځولی دی.

د نوموړي په خبره دغه میرمن لومړی «خپل ماشومان سيند ته غورځوي او بیا خپل ځان هم په سيند کې ډوبوي. دوی مړه شوي او د سیمې اوسیدونکو یې جسدونه له اوبو راایستلي دي.»

اسير د دغو ماشومانو عمرونه شپږ، څلور او دوه کلن ښودلي دي.

که څه هم د دغې پيښې لامل په دقیقه توګه نه دی روښانه، خو د تخار د پولیسو ویاند د معلوماتو له مخې د دغې ميرمنې خاوند له هغې سره ښه چلن نه درلود.

کورنی تاوتريخوالي په افغانستان کې یوه له سختو ننګونو څخه ګڼل کيږي. د اکثرو دغه ډول پیښو لاملونه کورنی تاوتريخوالي په ګوته کیږي. د افغانستان لويې څارنوالۍ د تیر میلادي کال په وروستیو کې ويلي وو چې په تیرو نهو میاشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۲۰۰۰ پیښې ثبت کړي دي. خو په دغه هیواد کې د مختلفو ټولنیزو دلایلو له مخې د تاوتريخوالې ډيرې پیښې د کورنیو له خوا پټې ساتل کیږي.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال