تخار: د خیرات پلو په سلونو کسان «مست او ډير خوشاله کړل»
۱۴۰۰ خرداد ۱, شنبهد تخار د ولایتي شورا یوه غړی، محمد اعظم افضلي وويل چې دغه پيښه د جمعې په ورځ د تخار په چال ولسوالۍ کې د خیرات په مراسمو کې رامنځ ته شوې ده.
افضلي دویچه ویله ته وويل چې په وروستيو کې دسیمې يو مخور شخص مړ شوی وو، چې ورثه يې پرون د افغانانو د رسم او رواج مطابق ورپسې خیرات کړی وو. د افضلي په خبره د خيرات په وريجو کې د عادي غوړيو پر ځای سهوا د بنګو يا چرسو د دانو غوړ کارول شوي ول چې په خوړلو سره يې خیرات ته راغلي شاوخوا ۳۰۰ کسان مست شوي ول: «د پلو په خوړلو سره خلک مست شوي ول. ځینو يې چک چکې کولې، ځینو يې بدلې وېلي. ټول خلک خوشاله ول.»
د ولایتي شورا دغه غړی وايي چې د خیرات له پاره دغه غوړي د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار څخه د زغرو غوړيو په نوم راوړل شوي ول، خو وروسته معلومه شوه چې هغه د زغرو غوړي نه بلکې د چرسو د دانو غوړي ول.
افضلي زیاته کړه چې د خيرات ډوډۍ خوړلو د ښځو، ماشومانو او د ډير عمر کسانو په ګډون پر ټول کسانو تاثير کړی وو: «خو هغه کسان چې عمليان ول لکه چرسيان، سګريټيان او یا نصواريان پر هغوی يې دومره تاثیر نه وو کړی.»
د تخار امنيه قوماندانۍ هم دغه پيښه تائيدوي، خو د اغیزمن شوو کسانو شمیر ۸۰ ښيي. د دغې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير رسنيو ته په يوه استول شوي پيغام کې وايي چې دغه پيښه پرون (د می ۲۲مه) يوولس بجې د تخار د چال ولسوالۍ په خانقاه کلي کې رامنځ ته شوې وه.
اسیر وايي چې د «کلي اتيا اوسیدونکي د خیرات ډوډۍ تر خوړولو وروسته مسموم شوي ول چې يو تعداد يې د ولسوالۍ کلینیک ته انتقال او د وضعيت د ښه کيدو وروسته ټول بیرته رخصت کړل شول.»
د ولايتي شورا غړی محمد اعظم افضلي د اسير د خبرې په تائيد سره وايي چې د ولسوالۍ روغتون ته، د روغتون تر امکاناتو اضافه کسان وړل شوي ول خو ټول بیرته ژر ښه او رخصت کړل شول.
د تخار په مرکز تالقانو ښار کې مدني فعال، جمشید کندالي دویچه وله ته د چال ولسوالۍ د یوه چارواکي له قوله وویل چې د خیرات يادو مراسمو ته یوه ورځ مخکې ځایي حکومتي چارواکي هم بلل شوي ول چې له دغې خبرې طالبانو راپور ترلاسه کړی وو. پر وینا د خیرات مراسمو پر مهال طالبانو ډزې وکړي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا بيرته په شا وتمبول شول او کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
محمد کریم صالح/م.ق.ن.