1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کې د «دوهم مقاومت» په نوم ډلګۍ چا جوړه کړې؟

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې يو شمیر ځايي اوسیدونکي وايي چې د «دوهم مقاومت» په نوم وسله واله ډله يې فعاله کړې او د حکومتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد جنګیږي. چارواکي او شننونکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3sdvt
Afghanistan Takhar | lokale bewaffnete Kommandanten
انځور: Jamshid Kundali/DW

د تخار په شمال کې د داکتر ګلستان صديق په نوم يو ځايي قوماندان وايي چې د مقاومت نوې ډله يې جوړه کړې ده. په ټولنیزو رسنیو کې يوه داسې ويډيو لاس پر لاس کيږي چې په هغې کې صديق يو شمیر ځايي خلکو ته چې په وسلو سمبال دي وايي: «دا د څه شي ډله ده؟» وسله وال په ځواب کې په یوه خوله وايي: «د دوهم مقاومت ډله.»

په تخار ولایت کې د حکومت پخوانی مامور او د سیاسي چارو کارپوه، عبدالقادر افغان، دویچه ويله ته تائيد کړه چې په فرخار ولسوالۍ کې د ګلستان صدیق په مشرۍ د داسې يوې ډلې اعلان شوی دی. د هغه په وینا ګلستان صدیق تر دې مخکې د تخار ولایت د ملي امنيت او يو ځل د بدخشان ولایت د ملی امنیت ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کړې او اوس رسمي دنده نه لري. افغان وايي چې دغه اقدام په اوسنیو شرايطو کې د امتیاز اخیستنې په موخه شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې دغه وسله وال چې شمیر يې لسونو ته رسيږي، د فرخار ولسوالۍ په خستې چمن کې راټول شوي ول. په دغې ويډيو کې صدیق وسله والو ته په وینا کې وايي چې «موږ د امنيتي ځواکونو سره همکار يو او هغو افرادو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوو چې د غرونو له سره پر موږ ډزې کوي.»

د احمدشاه مسعود پخوانيو قوماندانانو منسجم کول

د عبدالقادر افغان په خبره، د دوهم مقاومت په نوم دغه نوې ډله، د افغانستان د پخواني دفاع وزیر احمد شاه مسعود د زوي، احمد مسعود په هڅو سره رامنځ ته شوې چې موخه ېې د افغانستان په راتلونکي احتمالی نوي سیاسي نظام کې د امتیاز او برخې ترلاسه کول دي.

هغه وويل مسعود د همدې له پاره له څو میاشتو راهيسې په تخار کې پر خپلو پخوانيو جهادي قوماندانو او سرګروپانو پانګونه پیل کړې ده: «مخکې له دې چې احمد مسعود فرانسې ته ولاړ شي فرخار ته راغلی وو او پر هر قوماندان يې شل لکه او لس لکه افغانۍ وويشلې. دې سره دغو خلکو خپلې وسلې له سره راوښکلې، که کوم چا نه درلوده په دغو پیسو يې ځان ته وسلې واخیستې.»

Afghanistan Takhar | lokale bewaffnete Kommandanten
د دوهم مقاومت ډله وايي چې د حکومتي ځواکونو سره په ګډه به د طالبانو پر ضد جنګیږيانځور: Jamshid Kundali/DW

د عبدالقادر افغان په خبره، پرون په فرخار ولسوالۍ کې دغه وسله وال په هغه جومات کې راټول شوي ول چې په نويمه لسیزه کې د طالبانو پر ضد جګړه کې احمدشاه مسعود ورڅخه خپل مقاومت پیل کړی وو.

هغه وايي دغه سیمه هغه مهال په تخار کې د احمدشاه مسعود یو مهم مرکز وو او له دغه ځایه به يې د طالبانو پر ضد پر خپلو افرادو قومانده کوله.

خو افغان وايي چې ننني شرایط او د نويمې لسیزې وخت تر منځ ډير توپير دی او زیاتوي چې په اوسنيو شرایطو کې دغه ډله له طالبانو سره د مقاومت وړتیا نه لري: «د ټوپک او جګړې په ډګر کې دوی د طالبانو پر وړاندې څه نه شي کولای.»

افغان زیاتوي له بلې خوا په نویمه میلادي لسیزه کې د تخار اوزبکان د احمدشاه مسعود تر څنګ ولاړ ول، خو اوس هغوی له طالبانو سره دي، چې دا هم د دوهم مقاومت په نوم نوې ډلې په کمزورتیا کې رول لرلی شي او بل د نویمې لسیزې په څير له تاجيکستان سره د سرحدي اړیکو امکانات هم نه شته.

نوی مقاومت ډله که د سهم ترلاسه کول

خو د دې ټولو سره سره، افغان وايي چې د دا ډول وسله والو ډلو اعلانول به د دغو ډلو له پاره بې ګټې هم نه وي، ځکه که چیري له طالبانو سره سوله کيږي، نو دوی به د همدغه ډول سیمه ایز نفوذ په ښودلو سره خپل سهم تر لاسه کوي.

په تخار کې دغه وسله وال په داسې وخت کې د طالبانو پر ضد جګړې ته تیاری ښيي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ايستلو ته چمتووالی نیسي. بل خوا ته د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات هم بې برخلیکه بريښي.

د رپوټونو پر اساس، طالبانو ويلي دي چې دوی به تر هغې چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، د سولې په هيڅ کنفرانس کې ګډون و نه کړي.

عبدالقادر افغان وايي د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د طالب ضد وسله والو ډلو جوړيدل به د طالبانو پام ځان ته راوګرځوي او د دې سبب به شي چې طالبان يې پر وړاندې اقدامات وکړي.

د تخار والي ولي څه نه وايي؟

د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د دوهم مقاومت ډلې د جوړېدو په اړه مو د تخار د والي عبدالله قرلق، ګلستان صديق او احمد مسعود ته نژدې کس صالح محمد ريګستاني سره د ټيلفون له لارې خبرې وکړې خو دوی ټولو د دوهم مقاومت نوې اعلان شوې ډلې په اړه له خبرو کولو څخه په يو او بل نوم ډډه وکړه.

افغانستان چې د څه باندې څلورو لسیزو راهيسې په کورنۍ جګړه کې راګير دی، د وسله والو ډلو ټپلو ناوړه تجربې لري.

دغه ډلې چې تر ډيره د سمت، ژبې ګوندونو پر اساس جوړې شوي تر ډيره يې ګټې یوازې د خپل ګوند په محدوده کې خلاصه کيږي.

په افغانستان کې د ځايي قوماندانانو په مشرۍ غیرقانوني وسله والې ډلې ځینې وخت د طالبانو او داعش تر څنګ حکومت ته د یو بل اضافي سرخوږي په توګه هم واقع شوي دي.

په وروستیو کې د میدان وردک په بهسود ولسوالۍ کې د ځايي قوماندان عليپور سره د افغان حکومت جګړه او تر دې وړاندې په شمال کې د فاریاب د پخواني امنیه قوماندان نظام الدين قیصاري سره د حکومت مخالفت د دغه ډول ننګونو ښکاره بیلګې دي. 

محمد کریم صالح/ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال