1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي

۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبه

د دغو شپږو ټپيانو له جملې څخه درې تنه افغان سکهان دي. چاودنه په يوه پلورنځي کې شوې، خو د چاودنې ډول يا څرنګوالی لا څرګند شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/3oya6
Afghanische Polizisten halten an einem Kontrollpunkt in Kabul, Afghanistan, Wache.
انځور: REUTERS/O. Sobhani

د کابل د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، په خبره په چاودنه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي، خو د چاودنې په هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. تر اوسه کومې ډلې هم د پېښې مسئوليت نه دی منلی. خو په تېرو وختونو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې د افغانستان پر هندو او سکهـ ټولنې باندې د مرګونو بريدونو د تر سره کولو پړه منلې وه.