1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې سک افغان مهاجر: که سوله راشي وطن ته ستنیږم

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

سوربیت سینګ له هغو افغان سیکانو څخه دی چې په وروستیو کې له افغانستانه وتلی او هند ته مهاجر شوی. هغه هیله من دی چې د سولې مذاکرات یوې پایلې ته ورسیږي او په افغانستان کې سوله راشي، څو وکولای شي بیرته خپل هیواد ته ستون شي.

https://p.dw.com/p/3izeo
Surbit Sing
انځور: Privat

سوربیت سینګ دردناکه خاطرې لري. سږ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر عبادتځای باندې د داعش د برید په پایله کې ۲۶ هندوان او سیکان ووژل شول. برید هغه مهال ترسره شو چې تر ۲۰۰ زیات کسانو په درمسال کې عبادت کاوه. سوربیت سینګ هم په دغه برید کې خپل پلار، مور او کوچنی ورور له لاسه ورکړل. هغه وایي چې برید کوونکو آن په درې کلن ماشوم باندې هم رحم ونه کړ او د سترګو په وړاندې یې پرې ډزې وکړې.

۲۹ کلن سوربیت سینګ د دوو اولادونو پلار دی. هغه وایي چې هیڅ کله یې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د خپل هیواد پریښودو ته اړ شي.

سوربیت سینګ چې لس ورځې ترمخه له خپلې کورنۍ سره نوي دهلي ته تللی دی، د کرونا د وبا له کبله په قرنطین کې دی. سینګ او کورنۍ یې آن د جګړو او نا امنیو پر مهال په افغانستان کې وو. خو د هغه په خبره له ۲۰۱۸م کال راهیسې په افغانستان کې اهل هنود او سیکان تر زیات ګواښ لاندې راغلل او دغه ګواښونه ورځ تر بلې زیاتیدل.

په ۲۰۱۸م کال کې هم په جلال آباد ښار کې پر سیکانو یو برید شوی وو چې مسوولیت یې د داعش تروریستي ډلې پر غاړه اخیستی وو او په دغه پيښه کې تر لسو زیات سیکان وژل شوي وو. سیکان په افغانستان کې کوچنی اقلیت او شا او خوا ۳۰۰ کورنۍ دي. خو سږ کال یو شمیر کورنۍ له افغانستان څخه هند ته کډه شوې. د ناتائید شوو ارقامو له مخې د افغانستان ۹۰ سلنه سک اتباع له دغه هیواده وتلي دي.

په وروستیو کې د افغانستان د سیکانو مهاجرت د افغانستان دننه او د باندې غبرګونونه راپارولي دي. ځیني خلک اهل هنو او سیکان د یوه مظلومه قشر په توګه یادوي چې له کلونو راهیسې د نورو افغانانو ترڅنګ ژوند کوي او د هغوی مهاجرت یې خواشینونکی بللی.

سوربیت سینګ چې په افغانستان کې یې د عطارۍ دوکان درلود د افغانستان له خلکو او حکومت څخه راضی دی. هغه وایي: «په دولتي ادارو کې له موږ سره ښه چلن کیده او خلکو له موږ سره کومه ستونزه نه درلوده او په ورورګلوۍ مو د یو او بل ترڅنګ ژوند کاوه.»

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې سږ کال په کابل کې پر درمسال باندې تر برید وروسته، د افغانستان دولت د هر درمسال د امنیت د تأمین له پاره لس تنه ګمارلي وو، خو «موږ ویروه درلوده چې دښمن راشي لومړی به هغوی له منځه یوسي او بیا به موږ هدف وګرځوي.»

سینګ یادونه وکړه چې د ده له کورنۍ بل مشر پاتې نه دی او «فکر مې وکړ که چیرې موږ هم هدف وګرځوي نو د ماشومانو برخلیک سره به مو څه کیږي.»

سوربیت سینګ وایي چې هڅه کوي په هند کې پاتې شي، څو د سولې د راتلو په صورت کې بیرته خپل هیواد ته ستون شي: «زموږ وطن افغانستان دی او هیڅکله دا نه شو هیرولی. له خدایه غواړو چې سوله راشي، جنګ او جدال له منځه ولاړ شي او آرامي شي چې خپل هیواد افغانستان ته ولاړ شو او هلته ژوند وکړو.»