1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

طالبانو له روسیې سره سوداګريز تړون لاسلیک کړی

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي دي چې له روسیې سره يې سوداګریز تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخکې به مسکو کابل ته تیل، ګاز او غنم صادروي.

https://p.dw.com/p/4HRRe
Tadschikistan Afghanistan Grenze LKW
انځور: DW/Faskhutdinov

د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي دي چې د دوی او روسیې ترمنځ په ټيټه بیه د ګازو، ډیزل او غنمو د خریدارۍ موقتي تړون لاسلیک شوی دی او که تر ټاکل شوي وخته پورې په سم ډول عملي شي، بیا به په اوږدمهاله تړون بدل شي.

د دې تړون له مخې به روسیه په کلني حساب افغانستان ته ۱۰ لکه لیټره پترول، ۱۰ لکه لیټره ډیزل، ۵ لکه لیټره ایل پي جي ګاز او ۲۰ لکه ټنه غنم صادروي.

تیر کال په ناڅاپي ډول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته، دا د طالبانو د حکومت لومړی نړیوال تجارتي تړون دی.

اړوند مطالب: په حيرتان بندر کي د قزاقستان د خوراکي موادو مرستو د خوسا کيدو احتمال

د روسیې په ګډون تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی. دا په داسې حال کې دی چې روسیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر اوسه پورې یې په کابل کې خپل سفارت فعاله ساتلی دی.

له روسیې سره دا تړون د طالبانو انزوایي حالت په کمولو کې مرسته کولی شي، کوم چې له نړیوال بانکي سیستم څخه د جلا ساتل کیدو له کبله رامنځته شوی دی.

لویدیځ دیپلوماتان وايي چې طالبان د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو له پاره باید د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په هکله خپل دریځ بدلون راولي او له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

تیره میاشت نورالدین عزیزي د دې تړون له پاره روسیې ته تللی و او وروسته بیا د طالبانو د حکومت یو تخنیکي پلاوی مسکو ته ولاړ او څو اونۍ یي له روسي چارواکو سره خبرې اترې  وکړې.

اړوند مطالب: افغان سوداګر: د ازبکستان له خوا د پروازونو بندول ډيره د انديښنې وړ خبره نه ده

نورالدین عزیزي وویل چې دا یو موقتي تړون دی او په سمه توګه تر چلیدو وروسته به په اوږدمهاله تړون بدل کړای شي.

نوموړي د قیمتونو او پيسې ورکولو پر څرنګوالي له تفصیل ورکولو څخه انکار وکړ، خو ویې ویل چې روسیې په دغو توکو کې مراعات کولو ته امادګي ښودلې ده، او دغه توکي به د سړک او ریل په وسیله افغانستان ته انتقالیږي. د روسیې د انرژۍ او زراعت وزارت اوسمهال د دې تړون اړوند پوښتنې ځواب نه کړې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز