1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هرات: په زندان کې د تاوتريخوالي په پايله کې بنديان وژل شوي

۱۳۹۹ آبان ۸, پنجشنبه

د چارواکو په حواله د هرات ښار په زندان کې د بنديانو او د زندان د ساتونکي ترمنځ په اخ و ډب کې ۸ بنديان وژل شوي دي. پېښه په زندان کې په «خطرناکو» توکو پسې د لټون پرمهال رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3ka9a
Afghanistan - Gefängnis in Herat
آرشیف انځورانځور: DW/H. Hashimi

د هرات د زندان په دې تاوتريخوالي کې ۱۲ نور چې څلور يې سرتيري دي، ټپيان شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې دا پيښه د چهار شنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې د بنديانو اوطاقونه د «خطرناکو» موادو په لټه پسې تلاښي کیدل.

نوموړي زياته کړه: «زندانيانو مقاومت وکړ او کوټو ته یې اور واچاوه. له زندانيانو سره د ډزو تبادله تر نيمې شپې روانه وه.»

د چارواکو په حواله په دې ترڅ کې مړه شوي زندانيان د امنيتي ځواک په لاس نه دي وژل شوي. په دې منځ کې د هرات د روغتيا سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې يو بندي په ‌ډزو وژل شوی او اووه نور مسموم شوي دي.

په افغانستان کې په زندانونو کې چې بنديان یې زياتره په سنګينو جرايمو لکه د مخدره موادو قاچاق او يا په ترهګریزو پېښو کې لاس لري، دا ډول د تاوتريخوالي پېښې تل رامنځته کيږي.

تير کال د هيواد په تر ټولو ستر زندان څرخي پله کې څلور کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپيان شول چې پوليس هم پکې شامل ول.

د افغانستان په زندانونو کې په لسونو زره انسانان بنديان دي. د بشري حقونو فعالان تل په زندانونو کې د ناوړه شرايطو له کبله شکايت کوي.