1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسشمر غني د لويې جرګې د جوړيدو غوښتونکی شو

۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، کابل ته د زلمي خليلزاد تر وروستي سفر وروسته ويلی دي چې چمتو دی په افغانستان کې د سولې د راتلو له پاره يې کاري دوره لنډه او د «سولې حکومت» له پاره له وخت څخه د مخه انتخاباتو کې هم نوماند نه شي.

https://p.dw.com/p/3rqK1
Afghanistan l Nationaler Tag der Sicherheitskräfte in Kabul, Präsident Ghani
انځور: Afghan Presidency Press Office/AA/picture-alliance

کابل ته د افغانستان د سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تر سفر او د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د هغه تر کتنې يوه ورځ وروسته، افغان ولسمشر اشرف غني د پردې تر شا د «سولې حکومت»، له وخت څخه د مخه انتخاباتو او د اساسي قانون له تعديل سره موافقه کړې ده.

هغه د کوهدامن د اوسیدونکو د «جمهوریت څخه د ملاتړ» په موخه غونډې ته په يوه ويډيويي پیغام کې وويل چې له جګړې څخه سولې ته د اوښتو په ټولو ضروري پړاونو کې مهم ټکی «مشروعیت» دی: «د مشروعيت مبدا، اوسنی اساسي قانون دی او دغه قانون د خپل تعديل له پاره روښانه لارې لري. که چيرته دغه قانون تعدیل کيږي او يا يې په اړه نتیجې ته رسيږو، باید مشروعيت شتون ولري، له دې پرته خطرونه ډيريږي چې بيه يې ملت پرې کوي.»

په انتخاباتو کې ځان نه نوماندول

غني وويل چې د «د لارو چارو وضاحت او د مشروعيت محک» د سولې په پروسه کې ځانګړی اهمیت لری. هغه وويل: «د مشروعيت محک انتخابات دی. تاسو سره زما ژمنه دا ده چې ملي واک (جمهوري رياست) به خپل انتخابي ځای ناستي ته سپارم.»

د افغانستان ولسمشر، په دغه پيغام کې هغو تورونو ته هم اشاره وکړه چې پر وینا يې پر ده او مرستيالانو يې لګول کیږي: «ټول وايي چې زه او مرستیالان مې هڅه کوو چې په هره بيه چې وي خپله کاري دوره تکميلوو. موږ ټولې نړۍ ته ثابته کړې چې حاضر يو د خپلې کاري دورې د بشپړیدو له قانوني حق څخه تير او هغه رالنډه کړو.» غني زياته کړه: «موږ غواړو چې ژر تر ژره د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې عادلانه انتخابات ترسره شي تر څو ملي اقتدار خپل انتخاباتي ځای ناستي ته وسپارو. زه اعلان کوم چې په انتخاباتو کې نه نوماند کيږم، کیدای شي خلک به ووايي چې لا هم علاقه لرم.» اشرف غني اوس د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې دی او د افغانستان د اساسي قانون پر اساس هغه نه شي کولی د ولسمشرۍ په دريمه دوره انتخاباتو کې ځان نوماند کړي.

Afghanistan USA Sonderbeauftragter Zalmai Khalilzad Abdullah Abdullah
زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل - آرشيفانځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

لويه جرګه

غني چې د پردې تر شا يې له وخت څخه د مخه د انتخاباتو تر سره کول ومنل، وويل: « یو سیاسی توافق ته تر رسیدو د مخه باید لويه جرګه دایره شي.» هغه زیاته کړه: «ضروري ده چې په مخکينۍ لويې جرګه (د سولې مشورتي لويه جرګه) کې ټاکل شوي ټول ۲۸ قشرونه، سولې ته د رسيدلو د لارې د نقشې او د هغې د درو پړاوونو په اړه موجود وي.« هغه دغه پړاونه سياسي توافق ته رسيدل، د سولې حکومت او د هغه د اصولو تشکیل او د خلکو د رایو پر اساس انتخابي حکومت وښودل. غني له طالبانو هم وغوښتل چې د «يو بل د منلو» په منظور په لويه جرګه کې ګډون وکړي.

افغان ولسمشر دغه راز ټینګار وکړ چې له انتخاباتو څخه د مخه او وروسته د احتمالي جګړو د مخنیوي په موخه باید «ملي ميثاق» جوړ شي. دا هغه عبارت دی چې د هغه لومړی مرستيال، امرالله صالح ورباندې ټينګار کوي. صالح چې د کوهدامن د اوسیدونکو په غونډه کې يې ګډون درلود، د ترکيې د غونډې د اجندا په اړه وويل: «پر ارزښتونو باندې توافق، د ترکيې غونډې په اجندا کې په نظر کې نيول شوي دي. په څه معني؟ آیا طالب فکر کوي چې راځي او خلک په کيبل وهي او موږ به غلي يو؟ هيڅ کله...» هغه زیاته کړه: «موږ باید د سولې په مذاکراتو کې د هغو خلکو له اساسي حقونو څخه هم استازیتوب وکړو چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې زجرونه تیروي.»

اوربند د ترکيې په کنفرانس کې تر ټولو مهمه موضوع

Afghanistan Taliban-Kämpfer kurz vor der Freilassung
امرالله صالح وويل چې حکومت به نور طالب بندیان آزاد نکړي - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

امرالله صالح وويل چې د استانبول کنفرانس په اجندا کې به د پام وړ او تر ټولو مهمه خبره، د اوربند موضوع وي.

هغه په خپلو خبرو کې پر طالبانو تور ولګاوه چې سولې ته ژمن نه دي. نوموړي اعتراف وکړ چې «زموږ (حکومت) یو تر ټولو غلط کار، د پنځه زره طالب بنديانو آزادول وو.» د هغه پر وینا د دغو آزادو شوو طالب بندیانو ۸۵ سلنه يې بیرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې داسې رپوټونو خپاره شول، چې طالبان د سولې په بعدي مذاکراتو کې د خپلو ۷۰۰۰ نورو بنديانو د آزادولو غوښتونکي دي. خو د ولسمشر غني دوهم مرستيال وويل چې د افغانستان حکومت به نور هيڅ طالب بندي آزاد نه کړي.

د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد عمر داوود زي وويل: «اوس چې نړۍ او د سيمې ټولو هيوادونو تصمیم نیولی چې په افغانستان کې سوله راشي باید محتاط واوسو تر څو مو خپلې لاسته راوړنې له لاسه نه وي ورکړې... لکه د ښځو حقونه، د بیان آزادي، امنيتي ځواکونه...»

په کوهدامن کې په زورونو خلک په داسې حال کې په یوه غونډه کې راټول شوي ول چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د دريمې څپې خبرې کيږي. د دغې سیمې اوسیدونکو په يوه پريکړه ليک کې «د جګړې د پای او د فوري اروبند» غوښتنه وکړه. دوی له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو شرایطو د منلو له پاره پر طالبانو فشار راوړي.

 دویچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.