1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو د خپل منځي خبرو بیا پيل ته تازه هیلې

۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبه

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ځيني غړي سبا دوحې ته ځي. خو یو شمېر افغان سیاستوال د سولې پر اوسني بهیر شکمن دي او وايي چې دا پروسه اوس په يوه پروژه اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/3uES5
Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
د آرشیف انځورانځور: Mojib Rahimi

ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوشمېر غړي سبا سې شنبې (د ۲۰۲۱م کال د جون لومړۍ نېټه) له کابله دوحې ته ولاړ شي.

د دغه پلاوي یوه غړي فاروق مجروح وویل: «ان شاالله چې د سې شنبې په ورځ زموږ یوشمېر نور همکاران چې په کابل کې دي دوحې ته ځي او ان شاالله مذاکرات به پيل شي.»

طالبانو وار له مخه رسنیو ته ویلي چې د سولې بین الافغاني خبرو پيلېدو ته چمتو دي.

شاوخوا لس میاشتې وړاندې د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر ۱۲مه نېټه په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې، خو د لسو میاشتو په تېرېدو سره هم ددې خبرو د دوام پر اصلي اجنډا توافق نه شته.

سره له دې چې دوحې ته د مذاکراتو د پيل له پاره د حکومت مذاکراتي پلاوي غړو سفر هیلې راټوکولي، خو ځايي رسنۍ وايي چې د افغان حکومت د مذاکراتی پلاوي ډېر غړي په امریکا او دوبی کې دي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي د مذاکراتي پلاوي سفر ته هیله من دي، خو وايي د بین الافغاني مذاکراتو د پيل پر وړاندې دسیسې روانې دي.

د جرګي یوه غړي کمال صافي دویچه ویله ته وویل: «په دولت کې او له دولته بهر ځیني رسمي او نارسمي ادرسونه شته چې د سولې خبرو ته چاندانې لېواله نه دي.»

د پارلمان د دغه غړي په وینا سوله قرباني غواړي چې له بده مرغه تراوسه د حکومت او سیاستوالو په کچه دې قربانۍ ته چمتوالی نه لېدل کیږي.

د سولې پر بهیر د سیاستوالو شک

هاخوا یوشمېر افغان سیاستوال وايي چې د افغان سولې په تړاو روان بهیر اوس د پروسې پر ځای په یوې پروژې اوښتی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبې (د ۲۰۲۱ م کال د مۍ ۳۱مه) په کابل کې د سولې په تړاو غونډې ته وویل، روانو هڅو سولې ته د نیږدې کېدو پر ځای له سولې واټن ډیر کړی. کرزی ټینګار وکړ چې د بهر پر ځای په کوردننه خبرو ته غوره شرایط برابر دي: «راځی د طالبانو اسلامي تحریک او زموږ خپل حکومت ته ووایو چې بامیان ته ولاړ شو، هلته اوس هم ښه هوټل لرو او هم ښکلې هوا شته ایرکندیشن ته اړتیا نه شته.»

پخواني ولسمشر نورستان، پنجشیر او ننګرهار ولایتونه هم د بین الافغاني خبرو د دوام له پاره غوره ځایونه وبلل.

کرزی ادعا کوي چې بهرنیانو د افغان سولې بهیر څخه د خپلو ګټو له پاره پروژه جوړه کړې. نوموړی د افغان سولې په بهیر کې د نه پرمختګ ستر لامل دا بولي چې دا بهیر اوس یو ملي بهیر نه دی.

دې غونډې ته یوشمېر نورو افغان سیاستوالو هم وینا وکړه او پر طالبانو یې نېوکه وکړه چې د ځواک له لارې واک ته د رسېدو هوډ لري.

اسلام اباد کې پخواني افغان سفیر عمر زاخېلوال په دې اړه وویل: «د طالبانو دغه د زور ذهنیت د سولې بین الافغاني خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې د روان ۲۰۲۱م کال د سپټمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

کتونکي وايي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې اړینه ده چې افغانان خپل منځي توافق ته ورسیږي، کنه له ډېرو سره وېره دا ده چې افغانستان به نویمو کلونو ته ور وګرځي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي بینن سېوان له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي چې نړېواله ټولنه افغانستان یوځل بیا یواځې پرېږدي او اوسنۍ حکومت به هم د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په برخلیک اخته شي.

اسماعیل شاکر – کابل