1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بګرام هوايي اډې ته څيرمه چاودنه شوې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

افغان چارواکو بګرام هوايي اډې ته څيرمه د افغان امنيتي ځواکونو په یوه قرارګاه کې د يوې چاودنې خبر ورکړ. په پيښه کې لږ تر لږه دوه افغان سرتيري وژل شوي او يو شمیر ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/3spnu
Afghanistan bei Kabul | Bagram-Gefängnis, Freilassung von Taliban
انځور: Reuters/M. Ismail

د پروان ولایت چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې دغه چاودنه په بګرام هوايي اډه کې د افغان امنيتي ځواکونو د يوې قرارګاه په منځ کې شوې ده.

په چاودنه کې لږ تر لږه دوه افغان ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

په کابل کې د آلمان خبري آژانس د دوو ځايي چارواکو له قوله ليکي چې چاودنه د افغان امنيتي ځواکونو د قرارګاه په جومات کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې ده. په دغې قرارګاه کې میشت افغان ځواکونه د بګرام د توقیفخانې د ساتنې مسئوليت لري.

د پروان ولايت د امنیه قوماندان مرستيال عبدالواسع رحيمی وويل: «دغه ماین د مسجد په چت کې ځای پر ځای شوی وو چې تیره شپه د لمونځ ادا کولو پر وخت يې چاودنه کړې.»

د رحيمي په خبره، د افغان امنيتي ځواکونو دغه قرارګاه د بګرام هوايي ډګر څخه يوازې څو سوه متره لرې موقعیت دی.

بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مرکز دی، چې اوس هم په کې دغه ځواکونه میشت دي.

د چاودنې مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دغه پيښه په افغانستان کې د وروستیو پاتې امریکايي او ناټو ځواکونو د رسمي وتلو د پيل په لومړۍ ورځ رامنځ ته شوې ده.

داسې انديښنې هم ښودل شوي چې بهرني ځواکونه به د اخراج پر وخت د وسله والو له لورې تر بریدونه لاندې راشي.

ډي پي اې/م.ک.ص./م.ن.ص.