1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

پاکستان افغان کریکټ لوبډلې ته د لوبو بلنه ورکړې

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د عمران خان تر سفر وروسته یې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د یوه رسمي سفر له پاره پاکستان ته وربللې ده. ملي لوبډله تر دې مخکې په ۲۰۱۱م کال کې پاکستان ته تللی وه خو هغه لوبې لومړۍ درجه نه وې.

https://p.dw.com/p/3llPD
Cricket Afghanistan vs Pakistan 27.02.2014
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د نومبر۲۴مه) ويلي دي چې کابل ته د لومړي وزیر عمران خان تر سفر وروسته يې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د رسمي لوبو له پاره پاکستان ته وربللې ده.

د پاکستان کریکټ بورډ اجرایوي مشر، وسیم خان د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ هڅه کوو چې په ۲۰۲۱م کال کې دغه رسمي سفر ترسره شي او که چیرته په ۲۰۲۱م کال کې ونه شي نو بیا به خامخا دغه رسمي سفر په ۲۰۲۲م کال کې پلان کړو.»

وسیم خان د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې همدا راز وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کریکټ د لوبو سيریز به د دواړو هیوادونو ترمنځ د مینې او سولې پیغام له ځانه سره ولري.

د دغه رسمي سفر تاریخ تر اوسه پورې لا روښانه نه دی.
د دغه رسمي سفر تاریخ تر اوسه پورې لا روښانه نه دی.انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

تر دې وړاندې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۱م کال کې پاکستان ته د لوبو په هدف سفر وکړ، خو هغه مهال یادې لوبې ته د کریکټ د نړیوالې شورا له لوری د لومړۍ درجې امتیاز ور نه کړل شو.

افغانستان او پاکستان تر دې مخکې یوازې یوه، یوه ورځنۍ لوبه او یوه ۲۰ اوریزه لوبه کړې ده او دواړې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې. تیرکال په انګلستان کې د نړیوال جام تر پیلیدو وړاندې، د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په یوه دوستانه لوبه کې ماتې ورکړه چې د ګڼ شمیر افغانانو د خوښیو سبب وګرځیده او د کابل آسمان هغه مهال د پراخو ډزو شاهد وو.

وسیم خان د دې سیریز په هکله همدا راز وویل چې یو غښتلی افغانستان په دې معنی دی چې آسیا به غښتلې وي. نو له همدې کبله پاکستان به له افغانستان کریکټ سره د مرستې په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.