1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

کریکټ بورډ: د لوبډلې له پاره نوی مشر روزونکی غوره کوو

۱۴۰۰ آذر ۹, سه‌شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ ويلي دي چې د کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي تړون پای ته رسیږي. کریکټ بورډ پر خپله انترت پاڼه همدا راز لیکلي چې د کریکټ بورډ ادارې د نوي مشر روزونکي د موندلو لړۍ پیل کړې ده.

https://p.dw.com/p/43emE
Lance Klusener wird neuer Cheftrainer des afghanischen Cricket-Nationalteams
انځور: picture-alliance/empics/M. Ntombela

کریکټ بورډ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې کريکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي لانس کلوزنر سره د کريکټ بورډ کاري تړون د روان کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه پای ته رسیږي او زياته شوې چې د افغانستان د راتلونکو سیالیو له پاره به یو بل کس د مشر روزونکي په توګه وګماري.

د کریکټ بورډ په وینا د لانس کلوزنر تر روزنې لاندې افغانستان ۶ یو ورځنې لوبې کړي چې له دې ډلې یې درې ګټلي او درې بایللي دي.

په دې موده کې افغانستان ۱۴ شل اوریزې لوبې هم کړي چې افغانستان یې نهه لوبې ګټلي دي. د کلوزنر په کاري موده کې ملي لوبډلې درې ټسټ لوبې هم کړي چې یوازې یوه لوبه یې ګټلې ده.

لانس کلوزنر د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر میاشت کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګمارل شوی وو چې په دې موده کې د افغانستان کریکټ هم لوړې ژورې درلودلې.