1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر طالبانو د افغان امنيتی ځواکونو برلاس توب

۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

 طالبان د بریدونو په ډيرولو سره توانيدلی چې په افغانستان کی ډيرې سيمې ونيسي. خو ظاهراً افغان امنيتي ځواکونه د پرسونل او تخنيک له پلوه په ښه ځای کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/3ynne
Afghanistan | Angriff auf Gefängnis in Dschalalabad
انځور: imago images/Xinhua

د پوځي ځواکونو شمير

د اپريل مياشتې په وروستيو کي، د افغان امنيتي ځواکونو شمير له ۳۰۷ زره څخه زيات ښوول شوی وو. د افغانستان بيا رغاوني له پاره د امريکا د څارني ځانګړې ادارې «سيګار» له خوا دغه شمير د جولاي په مياشت کي تر لاسه شوی دی، چې پوځي ځواکونه، خاصه قوا، هوايي ځواکونه، پوليس، استخبارات او د هغوی همکاران په کي شامل دي.

د پوځي څيړنو انستيتوت (CNA) څخه د يوناتان شرودن د اټکل له مخې د جنګي ماموریتونو له پاره هره ورځ کابو تر ۱۸۰ زره سرتيرې شتون لري.

د افغان خاصو قواو شمیر پټ ساتل کيږې. د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د پوځي ځواکونو په منځ کې شا او خوا ۴۰ زره خاص ځواکونه شتون لري چې له دوی څخه یې اته زره له پوليسو سره او اته زره نور د استخباراتي کارکوونکو په منځ کې  حضور لري.

دا چې د طالبانو د جنګاليو شمير به څومره وي، دقيق معلومات په لاس کې نه شته. د ملګرو ملتونو شورا د ارزونو له مخې، د دغه افراطي ډلي د غړو شمیر په تير کال کي د ۵۵ زره څخه تر ۸۵ زره پورې وو.

Afghanistan Herat - afghanische Sicherheitskräfte beim Fastenbrechen
انځور: DW/S. T. Shokran

مالي ملاتړ

له افغانستان سره له بهر نه مالي ملاتړ، چې په نړۍ کې له فقيرو هېوادونو څخه دې، له خاص ارزښت څخه برخه من دی. ځکه نو د امريکا د علمي سرویس د رپوټ له مخې د افغان امنيتي ځواکونو لګښتونه هر کال له پنځه څخه تر شپږ ميليارد ډالرو پوري دي. تر اوسه واشنګتن د دغه لګښتونو کابو ۷۵ سلنه پر پرغاړه درلودل او په راتلونکي کې هم د دغه ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دی.

د طالبانو مالي وضعيت لا تر اوسه په دقيق ډول معلوم نه دی. د ملګرو ملتونو سازمان ويلي چې د دغه ډلې عايد په کال کی له ۳۰۰ ميلیون څخه تر يو نیم ميلیون ډالرو پورې دی.

 طالبان دغه پيسې د مخدره توکو، له شرکتوتو څخه باج اخيستلو او له نورو جنایي فعالعیتونو څخه تر لاسه کوي. دغه ډله تر خپل واک لاندی سیمو کي له خلکو څخه د عشر په نوم پیسې هم راټولوي.

د ملګرو ملتونو څارونکي وايې: «د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې دا څرګنده ده چې طالبان د جنګیاليو په ګمارلو، دغه راز چاودیدونکي موادو، وسلي په تر لاسه کولو او له مالي پلوه تامينولو کي کومه ستونزه نه لري.»

د افغانستان حکومت او د امريکا دي چې طالبان د پاکستان، ايران او روسيې له حمایت څخه برخه من دي چې دغه ډله تجهيزوي، خو ياد هېوادونه دغه ادعاوې ردوي.

Afghanistan | afghanische Armeesoldaten an einer Militäroperation
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Safi

وسلې او تجهيزات

د امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۱ م کال کي د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو له پاره په ميلیاردونو ډالر لګولي دي. افغان سرتیرې د تکنالوژۍ له پلوه له طالبانو څخه مجهز دي. دغه ځواکونه بيلا بیل تجهيزات له هغې څخه مدرنې يرغلیزي وسلې، په شپه کي د ليدلو دستګاوي، زرهي وسايط، توپخاني او د څارني کوچنۍ الوتکي چې په لويديځ کي توليد شوي، په واک کي لري.

د طالبانو ډلي برخلاف د افغانستان پوځ بيا د هوايي ځواکونو درلودونکې دی او د «سیګار» په خبره  ۱۶۷ الوتکې او هليکوپترې لري.

طالب جنګيالي ډير کله له سپکو وسلو څخه کار اخلي. د کارپوهانو په اند دغه وسلې له تور بازار څخه رانيول کيږې. برسیره پردې دغه ډله د ډزو ټوپکونو، لاسی بمونو او کوچنيو توغنديو څخه هم کار اخلي.

د طالبانو فعاليعتونو په هکله کارپوه آنتونیو ګيوستوزي په خپل کتاب، چې په ۲۰۱۹ کال کي يی ليکلی، ويلي دي، هغوي کوښښ کوی چې د هوايي او ټانک ضد وسلو څخه هم کار واخلي.

د ډيرې مودې له پاره، د ځانمرګي بريدونو او چاويدونکو توکو ايښودولو څخه کار اخيستل په هغه مرګونی وسلو کې شميرل کٍيږې چې طالبانو د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندي کارولي دي.

Afghanistan Fotograf SHAH MARAI | Helikopter
انځور: Getty Images/AFP/Shah Marai

د افغانو ځواکونو پوځي هیلکوپتر

دغه راز طالبان د افغانستان له پوځ څخه غلا شويو وسلو او تجهيزاتو څخه هم کار اخلي، لکه په شپه کي د ليدلو يا دوربینونو دستګاوي، بريدکونکي ټوپکونه او زرهي موټرې.

انسجام او جګړه ايزه روحيه

له څوو کلونو راهيسې د افغان سرتیرو اعتماد د زياتو تلفاتو لکه کبله، له دندې څخه تيښته او له افغانستان څخه  د بهرنيو ځواکونو وتل او د امريکا متحده ایالاتو د حمایت پاي ته رسیدلو له کبله زيانمن شوی دی. همدا راز صعيفه رهبري او د کمزورو برنامو جوړول د جګړه ایزي روحيې د ځپلو سبب شوې.

له بله پلوه،طالبان د داخلي اختلافونو سره بيا هم توانيدلي چې په وروستیو کلونو کی له ځانه زيات انسجام ښکاره کړي. کارپوهان وايې،چې ديني علايق او دينی ګټي هغه لومړني دلايل دي چې دغه انسجام يې رامنځ ته کړی دی.