1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوړو زده کړو وزارت تحصیلي رشتې ارزوي، اغیز به یې څه وي؟

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي د تحصیلي رشتو ارزونه یې پيل کړې. د دغه وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي خبریالانو ته وویل چې د ارزونې په ترڅ کې د ۷۱ تحصیلي رشتو د بیاکتنې بهیر بشپړ شوی دی. د دې کار اغیز به څه وي؟

https://p.dw.com/p/3pJml
Afghanistan Studenten der Universität in Kabul
انځور: Getty Images

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، "ملت ته، د دولت ځواب ورکولو" پروګرام کې اعلان وکړ چې د تحصیلي نظام، تحصیلي رشتې د کار بازار د اړتیاوو له مخې ارزوي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي خبریالانو ته وویل: «تردا مهاله د تحصیلي نصابونو له ۱۶۵ تحصیلي رشتو څخه، ۷۱ تحصیلي رشتو بیا کتنې پروسه بشپړه شوې او په پام کې ده چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په بهیر کې نوموړې پروسه پای ته ورسیږي.»

چارواکي وايي، کتل شوی نصاب چاپ او د لوړو زده کړو ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو ته ورکړل شوی دی. خو د لوړو زده کړو د چارو یوشمېر کتونکي وايي، سره له دې چې لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي رشتو بیاکتنه پيل کړې، خو په پوهنتونونو او د کار پر بازار یې اغیز نه دی کړی.

د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو پخواني معین محمد اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو په نصاب کې د سمون راوستو په اړه ډیری ژمنې نه دي عملي شوي. ننګ وویل: «د بیلګې په توګه ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې د طب، انجینري، ساینس او یوشمېر نورو پوهنځیو نصاب به په انګلیسي ژبه تدریسیږي، خو داسې ونه شول لاهم دغه پوهنځي په هماغه پخواني او زاړه سیستم دي.»

ښاغلی ننګ چې لوړو زده کړو او نصاب برخه کې ځانګړې تجربه لري، زیاتوي چې د افغانستان تحصیلي نظام ډيری رشتې بازار نه لري. د ننګ په خبره د افغانستان د لوړو زده کړو تحصیلي رشتې درې بنسټیزې نیمګړتیاوې لري، لومړی دا چې مارکیټ ورته نشته، او دویم دغه نصاب بشپړ نه دی. ښاغلي ننګ د دریمې ستونزې په هکله وویل: «دریمه اساسي ستونزه داده چې په نړېواله کچه شاوخوا ۲۰۰ داسې تحصیلي رشتې چې د افغانستان په تحصیلي نظام کې نشته لکه د طب په برخه کې د طبي وسایلو د ترمیم رشته یا هم د ټکنالوژی برخه کې د نړېوال معیار سره برابر رشتې چې باید په پوهنتونونو کې دغه رشتې اضافه شي.»

Asef Nang stellvertretender Bildungsminister von Afghanistan
انځور: DW

اصف ننګ زیاتوي چې تحصیلي او هم د ښوونځیو نصاب باید د وخت او بازار له اړتیاوو سره سم وارزول شي، په داسې حال چې د افغانستان دغه دواړه نظامونه له کلونو په هماغه پخواني سیستم پرمخ روان دي.

د پوهنتون استاد محمد شبیر بشیري دویچه ویله سره په خبرو کې د ځینو نورو مهمو تحصیلي رشتو د زیاتولو خبره هم وکړه چې ان په نړېواله کچه بازار لري. «مونږ دلته د چاپيریال ساتنې رشته نه لرو، په داسې حال کې چې چاپيریال ساتنه اوس نړېواله موضوع او افغانستان هم له دې موضوع سره مخامخ دی. دغه راز د صنایعو په اړه باید ځانګړي او د کار د بازار سره سمې رشتې باید ولرو.» د بشیري پروینا، په افغانستان کې د مدیریتي ستونزو سربیره هم په پوهنتونونو کې د بشري منابعو مدیریت ځانګړې تحصیلي رشته نشته.

د لوړو زده کړو وزارت راتلونکې پلانونه

هاخوا لوړو زده کړو وزارت وايي، د اسلامي هېوادونو د سازمان په همکاری په ننګرهار کې د نړېوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې روانې دي. ښاغلي بالاکرزي په دې اړه وویل: «دا پوهنتون په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د سازمان له لوري په نړيوالو معيارونو سره جوړېږي چې په لومړي پړاو کې به په نهو پوهنځيو کې په نړيوالو معيارونو سره د ۱۰زره محصلينو د جذب وړتیا ولري.»

چارواکي وایي، تېر کال ۴ سوه او ۷۰ افغان محصلین د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچو لوړو زده کړو په موخه بیلابیلو هېوادونو ته استول شوي. دغه راز، په همدغه کال کې پوهنتونونو لپاره ۲۰۰ نوي استادان هم جذب شوي دي.

د بشري سرچينو د وړتیا لوړولو او پوهنتونونه په معلوماتي تکنالوژی سمبالول، په هېواد کې تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو له پاره د بهرنيو پوهنتونونو هڅول، د انلاين زده کړو پياوړتیا، د نوښتونو او څېړنو د معينيت جوړول، د مالي خپلواکۍ د بهير بشپړول، د وزارت د کړنو د ارزونو او څارنې د پلان پلي کول، له پوهنتونونو د څارنې سېسټم او يو لړ نورو پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت راتلونکي مهم پلانونه دي.

اسماعیل شاکر – کابل