1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندهار کي ۲۵۰۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخه سوي»

۱۴۰۰ خرداد ۶, پنجشنبه

په کندهار ولايت کي وروستيو ناامنيو د په لسونو ښوونځيو دروازې تړلي او په زرونو زده کوونکي له زده کړو محروم سوي دي. د دوی ډېری د هغو ولسواليو اوسېدونکي دي چي طالبانو يې ډېري سيمي په ماينونو فرش کړي دي.

https://p.dw.com/p/3u3Z8
Afghanistan Schule in Kandahar - Lehrer Mohammad Esa Kakar
انځور: DW

په کندهار کي د وروستیو ۶ میاشتو ناامنیو له امله په ارغنداب، پنجوايي، ژړۍ او میوند ولسوالیو کي ۴۵ ښوونځي زیانمن سوي او د زده کوونکو پرمخ تړل سوي دي. په یادو ولسوالیو کي ارغنداب هغه ولسوالي ده، چي ډيري سیمي يې لا تراوسه په ښخ کړل سویو ماینونو فرش دي.

له يادوو ولسواليو څخه په زرونو کورنۍ وتلي او هغه چي هلته پاته دي د ښخ کړل سوو ماينونو له کبله سخت کړاونه گالي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب دویچه ویله ته وویل چي اوس په کندهار ښار او د ځینو ولسوالیو په امنو سیمو کي په ټولیز ډول ۲۵ زره بېځایه سوي کورنۍ اوسیږي.

د کندهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسؤل نظر محمد صمیمي وايي چي د جګړو له امله د بېځایه سویو کورنيو نږدې ټول ماشوم له زده کړو بې برخه دي: »په مجموعي ډول ویلای سو چي په ارغنداب ولسوالۍ کي ۱۴، په ژړۍ ولسوالۍ کي ۱۴، په میوند کي ۱۰ او په پنجوايي کي ۷ بابه ښوونځي د وروستیو جګړو له امله زیانمن سوي او له شلو څخه تر پنځه ویشتو زرو زده کوونکو پوري له زده کړو محروم دي.«

Afghanistan Sicherheitskräfte Taliban Afghanistan Konferenz
د جګړو له کبله د ارغنداب، پنجوايي، ژړۍ او میوند ولسوالیو کي ۴۵ ښوونځي زیانمن او د زده کوونکو پرمخ تړل سوي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د یادو ولسوالیو هغه زده کوونکي چي دامهال په کندهار ښار او یا ځينو نورو ولسوالیو کي د کډوالۍ ژوند تیروي له دولته غواړي چي د دوی په سیمو کي امنیت راولي، څو بیرته په خپلو مېنو کي ښوونځيو ته ولاړ سي.

د کندهار په ښوونځيو کي اوس د کلنۍ ازمويني وخت دی او د دغو بېځايه سوو کورنيو د کوچنيانو او ځوانانو يو درسي کال ضایع کیږي.

د ارغنداب والسوالۍ اوسېدونکي جميل احمد يو له دغو ماشومانو څخه دی: »زموږ په کلي کي جنګ دی، موږ دلته رابار سوي یوو، درس راڅخه پاته دی، غواړو چي بیرته خپلو کورونو ته ولاړ سو او درسونه ووايوو.«

شاکره چي د ښوونځي په رسمي وخت کي د کندهار ښار په کوڅو کي بې برخليکه کرځي هم بيرته ښوونځي ته د تگ ارمان لري: »موږ درسونه ویل چي جنګونه سول، دلته کندهار ښار ته راغلو، دامو پنځمه میاشت ده چي درسونه راڅخه پاته دي. موږ غواړو درسونه ووایو او جنګونه ودریږي.«

د یادو شاګردانو والدین هم وايي چي د خپلو اولادونو راتلونکي ته په اندېښنه کي دي، ځکه له یوې خوا يې کورونه او باغونه په جګړو کي له منځه تللي او له بلي خوا يي اولادونه بې زده کړو پاته دي چي دا بیا تر ټولو ستره بدبختي ده.

خو دا لا معلومه نه ده چي د دغو له زده کړو محرومه ماشومانو او بې ځايه سوو کورنيو هغه ارمان چي خپلو ښوونځو او مېنو ته د بيرته ورتگ له پاره يې لري، څه وخت پوره سي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار