1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې يو قاضي وژل شوی

۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبه

د جلال آباد ښار په مربوطاتو کې يو قاضي د وسلوالو کسانو په کمين کې په ډزو وژل شوی دی. افغان پولیس وايي چې دا د نژدې يوې میاشتې په موده کې دريم قاضي دی چې وژل کيږي.

https://p.dw.com/p/3ooQV
Afghanistan, Selbstmordanschlag in Jalalabad
جلال آباد ښار - د آرشيف انځورانځور: DW/O.Deedar

له ننګرهار څخه د فرانسې خبرې آژانس د دغه ولایت د پولیسو د وياند، فريد خان له قوله ليکي چې قاضی حفیظ الله هغه مهال د وسلوالو تر بريد لاندې راغی چې خپل دفتر ته پر لاره وو.

د جلال آباد د عامه روغتون يوه ډاکټر، ګلزاده سنګر وويل، چې قاضي سید حفيظ الله په ډيرو ګوليو ويشتل شوی دی.

په جلال آباد کې دغه قاضي په داسې حال کې وژل کيږي چې تر دې مخکې د جنوري مياشتې په ۱۷مه په کابل ښار کې د سترې محکمې دوه ښځينه قاضيانې په ډزو وژل شوې وې.

په افغانستان کې په وروستيو کې د قاضیانو، ديني عالمانو، ژورنالستانو، مدني فعالانو او ډاکټرانو په ګډون، د افغانانو  ترور او هدفي وژنو زور اخیستی دی.

بريدکونکي د هدفي وژنو په موخه د یو نوي تکتيک په توګه د ريموټ کنټرول او چسپکې ماينونو او د نقلیه وسايطو څخه په بريدونو کې کار اخلي. ډیری دغه بريدونه د افغانستان په لويو ښارونو کې سهار وختي ترسره کيږي.

د دې ترڅنګ د چهارشنبې ورځې پر سهار په کابل کې يو پولیس د دوی پر موټر د چسپکي ماين په چاودنه کې ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

کابل تر دې يوه ورځ مخکې، د سه شبنې په ورځ هم د ورته پيښې شاهد وو، چې په دغې پيښه کې يو ديني عالم هم ووژل شو.

د فرانسې خبري آژانس د « SITE » د مونيټورينګ ډلې په حواله لیکی چې د ديني عالم محمد عاطف د وژنې مسئوليت داعش ډلې منلی دی.

په داسې حال کې چې دغې ډلې په پلازمينه کابل کې د ځينو هدفي وژنو مسئوليت منلی، خو افغان چارواکي بيا د دغه ډول بريدونو پړه پر طالبانو وراچوي.

په ورته وخت کې په روزګان ولایت کې هم د څلورو امنيتي کارکونکي د وژلو خبر ورکړل شوی دی. د دغه ولایت د والي ویاند محمد عمر شيرزاد خبريالانو ته ويلي دي چې دغه کسان نيمه شپه پر يوې امنیتي اډې د يوه موټربم په چاودنه کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې په وروستيو مياشتو کې د خونړيو تاوتريخوالو ګراف په داسې حال کې لوړ شوی چې هاخوا د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراټي ټيمونه د سولې مذاکراتو د مخته وړلو له پاره حضور لري.

م. ک. ص/ ب. ص (AFP)