1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۴۰۰ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د جاپان حکومت په افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسیدګۍ په خاطر د ۱۰۰ میلیونه ډالره مرستې خبر ورکړی دی. دغه مرستې به د نړیوالو مرستندویه سازمانونو په ګډون د بین المللي ادارو له خوا په مصرف ورسول شي.

https://p.dw.com/p/44doN
Afghanistan | Alltag in Kabul
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرې اعلامیې په ترڅ کې له افغانستان او د هغه له ګاونډیو هیوادونو سره د ۱۰۹ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی. له دې جملې څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره یي په افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره ځانګړې کیږي.

د اګست مياشتي په نیمایي کې د طالبانو له خوا د واک تر نیول کیدو او د نړیوالو مرستو تر بندیدو وروسته افغانستان د یوه بشري بحران او اقتصادي سقوط په درشل کې دی.

د ملګرو ملتونو ادارو ویلي دي چې د دې هیواد تر نیمایي ډېر نفوس د لوږي له ګواښ سره مخامخ دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې دغه مرستې په مستقیم ډول د افغانستان بشري وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره په پام کې نیول شوي دي او د روغتیایي خدماتو، خوراکي توکو، اوبو او د افغانانو د ژوند بهترولو له پاره به ولګول شي.

د دغو مرستیو یوه برخه په ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان هیوادونو کې د افغان مهاجرو وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره ځانګړې شوي دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په خبري اعلامیه کې راغلي دي: «د جاپان حکومت خپلو مرستو او د افغانستان د خلکو تر څنګ اوریدلو ته ادامه ورکوي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې فعال رول لوبوي.»

د جاپان حکومت دغه مرستې د خوراک نړیوال پروګرام، یونیسف، د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په ګډون د ۱۶ نړیوالو سازمانونو له خوا په مصرف رسول کیږي.

په مجموع کې د جاپان حکومت د ۱۰۹ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې له جملې څخه ۴،۱ میلیونه ډالره به یي په ایران کې د افغان مهاجرو او ۳،۷۲ میلیونه به یي په پاکستان کې میشت افغانانو او لږ مقدار نور به یي په تاجیکستان او ازبکستان کې د افغان مهاجرو ستونزو ته د رسیدګۍ له پاره په مصرف ورسول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز