1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د کورنیو چارو وزارت: په مظاهرو کې وژل شوي کسان ټول ملکیان ول

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د بهسودو په پيښه کې ټول وژل شوي کسان ملکي خلک ول. د میدان وردک د امنیه قوماندان دنده ځنډول شوې او قضیه څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3p4JG
Afghanistan | Beisetzung von getöteten Demonstranten
انځور: Ashaq Akrami/DW

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ (د سلواغۍ ۲۰/د فبرورۍ میاشتې ۸ نیټه) د بهسودو د پيښې په اړه د خپل پلاوي ارزونه خپره کړې ده. د کورنیو چارو وزارت ویلي دي هغو کسانو چې د جمعې ورځې په مظاهرو کې یې ګډون کړی وو ټول بی وسلې ول.

نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې د مظاهرو پر تاوتریخوالي تر بدلیدو وروسته ۱۱ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

لس ورځې مخکې کله چې دغه پيښه رامنځته شوه، سیمه ایزو خلکو د امنیتي ځواکونو له خوا پر اعتراض کوونکو د ډزو خبر ورکړ، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل چې د عبدالغني عليپور پورې اړوند وسله وال د دې جنجال د رامنځته کیدو سبب شوي دي. نوموړي په دې پيښه کې وژل شوي کسان غیر مسؤل وسله وال بللي ول.

تر دغې پيښې درې ورځې وروسته افغان حکومت د پيښې د څیړنې له پاره د بهسودو حصه اول ولسوالۍ ته یو پلاوی واستاوه. نوموړي پلاوي د وضعیت تر ارزونې وروسته تیره ورځ کورنیو چارو وزارت ته د خپلو ارزونو نتیجه واستوله.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې قضیې په ارتباط یې د وردک د امنیه قوماندان الله داد فدایي دنده ځنډولې او دغه قضیه یې څارنوالۍ ته سپارلې ده، څو موضوع د قانون په چوکاټ کې بررسي او عدالت تامين شي.

سیمه ایزو اوسیدونکو ویلي دي چې د سلواغۍ پر لسمه یې د حصه اول ولسوالۍ مخې ته مظاهره وکړه چې وروسته په تاوتریخوالي واوښته.

د کورنیو چارو وزارت پر دغې پيښې د خفګان څرګندولو ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده او ویلي يي دي چې د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې به په وړیا توګه د دغې پيښې د ټپیانو درملنه وشي.

نوموړي وزارت همدارنګه خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې د حصه اول او دویم د والسوالیو اداري واحدونه به بیرته فعاله شي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا کار به کله ترسره کیږي.