1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتريخوالي د لږيدو غوښتنه کړې

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خليل زاد د تاوتريخوالو د کمولو غوښتنه کړې. هغه ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالو کچه ډيره لوړه شوې او ډېر افغانان وژل کيږي.

https://p.dw.com/p/3kVRw
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازې، زلمي خليل زاد ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالو ګراف ډير لوړ دی او هره ورځ ډير افغانان په جګړو او چاودونو کې وژل کيږي.

د رويترز خبري آژانس په حواله، خلیلزاد دغه خبره د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۷مه) دوحې ته د خپل پرواز څخه د مخه وکړه. هغه غواړي په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو لورو له پلاو سره وګوري.

خليلزاد په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «له حده ډير افغانان وژل کيږي. د یوه دایمي اوربند د رامنځ ته کيدو له پاره دواړو لورو ته په کار ده چې په تاوتريخوالو کې عاجل کموالی راولي.»

د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ د سولې بين الافغاني مذاکرات له سپتمبر میاشتې راهېسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ادامه لري. خو دغه مذاکرات سست پر مخ ځي. چارواکي خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې د تاوتريخوالو ډيريدل به د سولې مذاکراتو اعتبار ته زيان ورسوي کوم چې د برياليو مذاکراتو له پاره اړين دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.