1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې هوایي بریدونه چا کړي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد د امریکایي جنګې الوتکو د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي. خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هلمند په ګډون په ټولو ولایتونو کې پوځي عملیات د افغان ځواکونو له خوا په خپلواکه توګه ترسره کيږي.

https://p.dw.com/p/3t1bJ
Symbolbild Afghanistan Hubschrauber Black Hawk
انځور: dapd

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان دویچه ویله ته وويل چې په اوس وخت کې د هلمند ولایت په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ځمکني او هوايي عملیات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره کيږي: «ټول هوايي او ځمکني عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا طرح، پلان او په خپلواکه او په ډيره دقیقه او موثره توګه اجرا کيږي.» امان زياته کړه: «ټول عملیاتونه چې په هلمند، غزني او بغلان ولایتونو کې ترسره شوي د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا په خپلواکه توګه ترسره شوي دي.»

خو د فرانسې خبري آژانس د عطیق الله له قوله ليکلي دي: «د طالبانو پر ضد د امريکا د هوايي ځواکونو درونو بریدونو، د لښکرګاه پر لور د هغوی [طالبانو] د پرمختګ مخه ونیوله.» نوموړی زیاتوي: «دغه بمبارۍ ډيرې شديدې وې. ما دا ډول بمبارۍ په دا دومره وخت کې نه وې ليدلې.»

د هلمند د ولایتي شورا رئیس، عطاالله افغان د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې طالبانو پر مختګونه کړي ول، خو حکومتي ځواکونو «ځينې سيمې بيرته نيولي دي.»

د امريکا يوه پوځي چارواکي هم منلې چې د حکومتي ځواکونو څخه يې هوايي ملاتړ کړی دی. دغه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې امريکايي ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ «خپلو دقیقو هوايي بريدونو ته» په هلمند او نورو سیمو کې ادامه ورکوي.

Afghanistan Militärisches Aufrüsten nach Talibanangriff in Lashkar Gah
انځور: picture-alliance/Photoshot/Xinhua/A. Aziz Safdari

خو امان وايي چې په مجموع کې په ټول هیواد کې «زموږ ځواکونه د تروريستي ډلو پر ضد په مستقلانه توګه مبارزه کوي.»

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی، په هلمند ولایت کې طالبانو د تيرې شنبې ورځې راهیسې سخت بریدونه پيل کړي دي.

افغان چارواکو د هلمند په جګړه کې طالبانو ته درنو تلفاتو د اوښتو ادعاوې کړي دي. دوی وايي چې د هلمند په جګړه کې ېې په لسونو طالب جنګيالي وژلي دي. طالبانو هم ادعا کړې چې په دغې جګړه کې يې يو شمیر افغان ځواکونه يې وژلي دي.

د هلمند د اوسنیو جګړو له کبله په زرونو کورنۍ خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.

Afghanistan-Krieg - Vertriebene Familien bei Khogyani/Chogiani
د هلمند د اوسنیو جګړو له کبله په زرونو کورنۍ خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي - آرشیفانځور: picture-alliance/NurPhoto/W. Sabawoon

د ګلاب شاه په نوم یو کس چې په وروستیو کې له خپلې سیمې بې ځایه شوی نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «طالبانو زموږ دروازې راوټکولې او راته وې ویل چې ولاړ شئ. هغوی موږ ته آن د روژه د ماتولو له پاره هم وخت را نه کړ.»

 د بې پولو ډاکټرانو يوه نرس ويلي دي چې د هلمند وروستۍ جګړه ډيره خطرناکه ده.

د بشري مرستو سازمان ایمرجنسي د سه شنبې په ورځ ويلي وو چې د دغو جګړو ۱۰۶ ټپیان ورته وروړل شوي دي.

افغان چارواکو ویلي دي چې د لښکرګاه شا او خوا سیمو کې په لسګونو طالبان وژل شوي دي چې د پوستو د نیولو هڅه یې کوله. طالبانو هم د ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا کړې.

دواړو لوري زیاتره مهال یو بل ته د اوښتې د تلفاتو په هکله له مبالغې کار اخلي.

په تیرو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.