1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې مخابراتي شبکو خپل خدمات درولي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

هلمند کې له تیرو ۶ ورځو راهیسې د څلورو خصوصي مخابراتي شبکو سره سم نیمه دولتي مخابراتي شرکت سلام هم خپل خدمات درولې دي. له هلمند څخه زموږ د همکار صفت الله زاهدي رپوټ:

https://p.dw.com/p/3t9mt
Afghanistan Helmand Flüchtlinge
د هلمند په وروستیو جګړو کې په سلونو کورنۍ خپلو کورنو پریښوده اړ شوي دي انځور: Sifatullah Zahidi/DW

کله چې امریکایي ځواکونو په هلمند کې خپله پوځي اډه د می پر دوهمه نیټه افغان ځواکونو ته وسپارله، نو د دې پوځي اډي د سپارلو سره سم، پر هلمند څلورو خصوصي مخابراتي شبکو سربیره نیمه دولتي مخابراتي شرکت سلام هم خپل مخابراتي خدمات ودرول.

دوی د مخابراتي خدماتو سربیره انټرنیټې خدمات هم قطعه کړي چې ډیری خلک په ستونزو کې راګیر دي.

بل لوري ته پدې ولایت کې د جګړو له امله شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ را بې ځایه سوي چې اوس مرکز لښکرګاه ښار او شاوخوا سیمو کې میشت سوي دي.

د هلمند ولایت یو تن ۲۵ کلن محمد اسماعیل وفا چې د لښکرګاه ښاراوسیدونکی دی، دویچه ویلی ته وویل: «دلته هیڅ مخابراتي شرکت کار نه کوي. موږ په لویو ستونزو کې راګیر سوي یوو. ان له خپلې کورنۍ سره مو اړیکې پری دي او هیڅ نه سو کولای.«

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie neu
آرشیفانځور: AP

ده وویل: «دولت دې سلام شرکت فعاله کړي ترڅو خلک تري ګټه واخلې، طالبان که شبکې بندي کوي نو سلام مخابراتی شرکت به فعاله او خلک به تری ګټه واخلې.«

د هلمند مدني فعالان هم له ولایتې ادارې غوښتنه کوي چې په دی ولایت کې مخابراتي شبکې فعاله کړي ترڅو پوری خلک د انټرنیټې خدماتو سربیره د معلوماتو اخیستلو ته لاس رسی ولري.

اختر محمد چې د بولان له سیمې راکډه سوی، دویچه ویلی ته وویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسې د خپلو وړونو او پلار په هکله هیڅ معلومات ځکه نه لری چې مخابراتي شبکې کارنه کوي.

Afghanistan Helmand Flüchtlinge
انځور: Sifatullah Zahidi/DW

ده وویل چې له يوې خوا بیځایه سوی یوو او له بل لوري بیا ټلیفونونه کار نه کوي، چې ډېرې ستونزې يې راټکولي دي.

په هلمند کې مدني فعال صفي الله عزیزي وایي: »جګړو د هلمند پرخلکو منفې تاثیر اچولی، خلک له جګړو راکډه سوي او له بل لوري خلک مرستو ته اړتیا لري.«

عزیزی اضافه کوي چې د جګړو د پیلیدو سره سم په هلمند کې د لویو لارو بندښت او مخابراتی شبکو بندیدل هغه څه دي چې د دې ولایت خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

د هلمند ولایت مرستیال او سرپرست والي بریالي نظري دویچه ویلی ته وویل چې له تیرو څو ورځو راهیسی وسلوالو طالبانو د هلمند په یوشمیر سیمو کې بریدونه ترسره کړل چې د دې بریدونو د ترسره کیدو سره سم همهاله هلمند کې مخابراتي شبکې هم بندي سوي دي.

نظری وویل چې له مخابراتي کمپنیو او د مخابراتو وزارت سره یې اړیکې نیولې ترڅو پوری د هلمند مخابراتی شبکو ستونزی ژر تر ژره حل کړي.

په هلمند کې د کډوالو چارو ریاست چارواکي وایې چې د جګړي د پیلیدو سره سم هلمند ته په لومړۍ ورځ ۱۰۰۰ کورنۍ رابې ځایه سول.

Afghanistan Helmand Flüchtlinge
د مخابراتي شبکو غیرفعالیدل د هلمند د بيځایه شویو کورنیو ستونزې نورې هم ډيرې کړي ديانځور: Sifatullah Zahidi/DW

د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین دویچه ویلی ته وویل چې اوسمهال شاوخوا دولس سوه کورنۍ د دې ولایت د بولان، عینک، دریمې امنیتې حوزی او لسمې امنیتی حوزی څخه دغه کورنۍ را بې ځایه سوی دي.

رامین دا هم وویل چې یو شمیر ملې تجاران له یادو کډوالوسره مرسته کوي او د کډوالو چارو ریاست سره اړوندو همکارو موسسو هم د سروې کار پیل کړی او له دوی سره به عاجلې مرستې هم ترسره کړي.

د هلمند اوسیدونکې داسی مهال د مخابراتي شبکو د فعالیت د پیلیدو غوښتنه کوي چې ویل کیږي هلمند کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان د مخابراتي شبکو څخه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او شاوخوا ولسوالیو کې کار اخلې.

هلمند کې اوس مهال افغان بیسیم، روشن او ام ټې این سربیره د اتصالات مخابراتی شرکت فعالیت کوي چې تر ډیره په شاوخوا نهو ولسوالیو کې فعالیت لری.

صفت الله زاهدي، هلمند