1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ملکيان وژل شوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه

افغان چارواکي وايي چې په غزني ولایت کې د سړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې لږ تر لږه څلور تنه ملکیان وژل شوي دي. دغه افراد د غزني مرکز ته په لاره ول چې موټر يې پر ماین برابر شوی دی.

https://p.dw.com/p/3sVmI
Afghanistan Autobombenanschlag in der Provinz Ghasni
غزني - د آرشيف انځورانځور: Str/AFP

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د غزني د والی ویاند وحیدالله جمعه زاده وويل چې د سړک غاړې په دغې بمي چاودنه کې دوه نور ملکیان ټپيان شوي هم دي. د هغه په وینا چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه ملکيان د غزنی مرکز ته په لاره ول چې موټر يې پر سړک ځای پر ځای شوی ماين باندې وخوت.

د دغې پيښې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې ده.

د سړک غاړي ماینونه يوه له هغو وسلو څخه ده چې وسلوال طالبان يې د افغانستان د حکومتي ځواکونو د نښه کولو په موخه کاروي، خو ډيری وخت دغو ماینونو ملکیانو ته تلفات اړولي دي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندويه ماموریت په حواله، په دغه هیواد کې د روان کال په لومړيو درو مياشتو کې ۵۷۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په خبره دا د تيرکال د همدې مودې په پرتله په تلفاتو کې ۲۹ سلنه ډيروالی ښيي.

ډي پې اې/م.ک.ص./ا.ا.