1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني طالبانو ته: کومه پلمه مو پاتې ده؟

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړې ده چې په خبره یې له دې سره ټولې هغه پلمې چې موجودې وې ختمې شوي دي. هغه د معارف د کیفیت په ښه کولو هم ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/3swqK
Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
انځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

افغان ولسمشر د سه شنبې په ورځ په کابل کې »سل ورځې، سل زیري« تر نامه لاندې د پوهنۍ اوونۍ کې خپلې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې دوی په ډیر ښه توګه د دې فرصت برابر کړی چې نړیوال ځواکونه »په عافیت سره له افغانستان څخه ووځي. کومه پلمه مو پاتې ده؟ په آرامه او په خیر سره ځي او موږ په خپلو پښو دریدلي یو.«

غني چې اشاره يې طالبانو ته وه وويل: «که هر څوک د بل چا نوکري کوي، نن دې له نوکرۍ ووځي، که د بل چا په امر دلته بربادي کوي، دا ملت یې په مقابل کې دريږي.»

غني دغه څرګندونې په داسې وخت کوي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر پیل شوی دی او ورسره جوخت په مختلفو ولایتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر ضد د طالبانو بریدونو هم زور اخیستی دی.

په وروستيو کې تر ټولو خونړۍ حمله د اپریل په ۳۰مه د لوګر په مرکز پل علم کې وشوه، چې حکومت ېې پړه پر طالبانو وراچوي. د موټربم په دغې چاودنه کې شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول او له سلو ډیر ټپیان شول. د رپوټونو له مخې په وژل شوو کسانو کې ډيری يې هغه ځوانان ول چې په کانکور آزموينه کې د ګډون له پاره د لوګر مرکز ته راغلي ول. د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم د خونړيو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

افغان ولسمشر وویل چې نن ورځ د افغانستان پر معارف وحشیانه حملې کيږي او افغان محصلان ترور کیږي. هغه په دغه بهیر کې د مالي زیانونو یادونه هم وکړه: «په تير يوه کال کې زموږ زيربناو ته، د ښوونځيو او پوهنتونو په ګډون د يو ميليارد ډالرو په ارزښت زیان رسيدلی دی.»

غني په عین حال کې پر سولې هم ټينګار وکړ. هغه زیاته کړه چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې ټول ملي تصمیمونه د دولت او ولس له خوا نیول کیږي.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه انديښنې زیاتې شوي دي. د متحده ايالاتو د ګډو قواوو لوی درستيز مارک میلر هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعيت ناڅرګنده او د انديښنې وړ اټکل کړی دی.

خو افغان حکومت ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې د طالبانو او نورو وسلوالو پر وړاندې له حکومت او خلکو دفاع وکړي.

د افغانستان ولسمشر دغه خبرې نن په ارګ کې د (پوهنې اوونۍ) په نوم پروګرام ته وکړې. هغه د دغه پروګرام پر مهال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ۵۹ بابه ښونځيو او په ۳۴ ولایتونو کې ښځو له پاره د کورني اقتصادي د روزنيزو پروګرامونو د پيليدو پرانیستنه وکړه. غني په خپلو خبرو کې د افغانستان د معارف د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

م.ک.ص./س.ر

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال