د افغانستان او ايران ترمنځ د اورگاډي لومړۍ پټلۍ پرانيستل شوه
۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبهد خواف ـ هرات ترمنځ غځيدلې د اورگاډي دا پټلۍ ۱۴۰ کيلومتره اوږده ده او د ایران ختیځ د افغانستان له لويدیځ سره نښلوي. د ريل دا ليکه به ۸۵ کيلومتره وغځوله شي او له هرات ښار سره به وصل شي.
د خواف او هرات دا پټلۍ د افغانستان له پاره چې په وچه کې پروت هيواد دی، يوه ډېره مهمه تجارتي لاره پرانیزي چې د لسیزو جگړو له کبله پکې زيربنايي پروژو ډېر پرمختگ نه دی کړی.
دا پروژه چې ۷۵ میلیونه ډالر لگښت پرې راغلی، په ۲۰۰۷م کال کې پېل شوې وه او ايران له افغانستان سره د پراختيايي مرستې په ترڅ کې دواړو لورو ته د دې پټلۍ لگښت پرې کړی دی.
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د ويديو کنفرانس له لارې د ريل د دې ليکې پرانيستل د دواړو گاونډيو هيوادونو ترمنځ په اړيکو کې «يوه تاريخي ورځ» وبلله.
اړونده موضوع: هرات له ايران سره د ريل له لارې وصل کېږی
هغه وويل چې ايران د ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت له خوا پر تحريمونو سربیره هم چې له اتومي تړونه تر وتلو وروسته یې پر دغه هيواد لگولي ول، د دې پټلۍ په جوړولو بریالی شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيا د ريل دا پټلۍ «د ايران د يوې ارزښتناک تحفې» په توگه ياده کړه چې د وريښمو د لارې په بیرته رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.
ايران د سيمې پر ترانسپورتي مرکز د بدليدو تمه لري او افغانستان او د آسيا نور په وچه کې گير هېوادونه به وکولی شي له دې لارې خپل تجارتي مالونه په فارس او عمان خليج کې ايراني بندرونو ته ورسوي. ايران له ترکمنستان، پاکستان او ترکیې سره هم د ريل پټلۍ لري.
ب. ص/ ن.ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه: