1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني او دوستم تر منځ اختلاف او د فاریاب کړکيچن وضعيت

۱۴۰۰ خرداد ۱, شنبه

فاریاب ته د نوي والي په معرفي کېدو سره له ېوې اوونۍ راپدېخوا د دغه ولایت یو شمیراوسیدونکي اعتراضونه کوي. د مارشال دوستم په مشرۍ د اسلاميٍ جنبش ګوند نوی والي نه مني او وايي د اعتراضونو لړۍ به يې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

https://p.dw.com/p/3tnzB
Afghanistan Protest in der Faryab Provinz
انځور: Mirwais Sahi

د فاریاب د پخواني والي، نقیب الله فایق ګوښه کول او پر ځای یې د محمد داود ټاکل يو سیاسي او امنيتي بحران رامنځ ته کړی دی.

د دغه ولایت يو شمیر اوسیدونکي د نوي والي د ګمارلو سره مخالفت کوي او وايي چې نوی والي باید د دغه ولایت د اوسیدونکو په خوښه او تائيد وټاکل شي. اعتراض کونکي اکثریت د مارشال دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند او د صلاح الدين رباني د شاخۍ د جمعیت اسلامي ګوند غړي دي.

په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند غړي، احسان الله قوانج دویچه ویله ته وويل: «موږ د ارګ له خوا تحمیل شوی والي نه منو.» هغه وايي موږ داسې والي غواړو چې په فاریاب کې بلد او خلکو ته کار وشي کړی. پر وینا يې که حکومت د دوی خبره ونه مني د اعتراضونو لړۍ به لسو ولایتونو ته وغځوي.

دغه جنجالونه په داسې وخت کې راولاړ شوي چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او طالبان هم په پرله پسې توګه نوې ولسواليانې تصرف کوي.

د افغانستان د سيمیزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې محمد داود لغماني د ولسمشر په حکم مقرر شوی او خلک باید هغه ومني.

 نوی والي وايي چې د فارياب په مرکز میمنې ښار کې وضعیت عادي او اعتراض کونکي د ګوټو په شمار دي: «يو شمیر اشخاص چې د اعتراض کونکو نوم ورکړل شوی او په ښار کې له سپکو او درونو وسلو سره لیدل شوي، شمير يې محدود دی. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې چاته به اجازه ورنکړو چې د ښار امنیت خراب کړي.»

Afghanistan Protest in der Faryab Provinz
انځور: Mirwais Sahi

حکومت او پلويان يې وايي چې د واليانو تغيير او تبدیلول په حکومت دارۍ کې یو اصل دی، خو د والیانو د ګمارنې په اړه اصلي مشکل د ولسمشر غني او د مصالحې شورا تر منځ د شوي هوکړه ليک څخه سرچینه اخلي. قوانچ وايي چې حکومت دغه هوکړه ليک نقض کړی دی.

د چارو کارپوهان د وضعيت په اړه انديښنه ښکاره کوي. د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد، فیض الله جلال دويچه وله ته وويل: «په داسې حال کې چې امريکا او ناټو له افغانستان څخه وځي په کار نه وه چې د هیواد په يوه کنج کي یو بل مشکل ایجاد شوی وای. د حکومت رهبرۍ باید په دې اړه په ډير دقت او زغم سره تصمیم نیولی وای.»

د کابل پوهنتون بل استاد، نصرالله ستانکزی بیا وايي: «تجربو ښودلې چې مارشال صاحب دوستم، په مختلفو وختونو کې غوښتي دي چې پر حکومت د فشار په راوړلو سره امنتیاز ترلاسه کړي او يا خپل حریفان تر فشار لاندې راولي او حکومت په دې پوه کړي چې حریفان يې نه بايد په حکومت کې جدي موقف ولري.»

د غني او دوستم تر منځ جنجالونه څو کلنه سابقه لري. غني د ۲۰۱۴م کال په انتخاباتو کې دوستم خپل مرستيال وټاکه خو تر انتخاباتو وروسته د دوی تر منځ اختلافات رامنځ ته شول او دوستم شمال ته ولاړ. په دې منځ کې د دوستم او ایشچي تر منځ رامنځته سوي جنجال دغه روابط نور هم خرابه کړل. دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په مراسمو کې هم غني ګډون نه درلود. خو په وروستيو کې دوستم کابل ته ولاړ او په ارګ کې يې له غني سره وکتل. تر دغې کتنې وروسته غني د مارشال دوستم لور، راحله دوستم انتصابي سناتوره وټاکله او دې سره داسې وانګیرل شوه چې د غني او دوستم ترمنځ روابط ښه شوي، خو اوس د فاریاب مسئله ښيي چې دغه روابط يو ځل بیا مخ په خرابېدو دي.