طالبانو د فاریاب دولت آباد ولسوالۍ نیولې ده
۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سهشنبهد فاریاب د ولایتي شورا غړو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز کې میشت حکومتي ځواکونه له طالبانو سره د مقاومت پرته د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه وتلي او ګاوندۍ ولسوالۍ اندخوی ته تللي دي.
د ولايتي شورا غړي عبدالاحد علي بيک وايي چې په دولت آباد کې څه باندې لس امنيتي ځواکونه موجود ول چې د هغو برخلیک هم د مخابراتي شبکو د فعالیت د نه شتون له کبله معلوم نه دی.
علي بيک وايي چې د دولت آباد ولسوالۍ له درو کلونو راهیسې د طالبانو په محاصره کې وه او پکې د میشتو حکومتي ځواکونو اکمالات یوازې د هوا له طریقه کیده. د هغه په وینا دغې ولسوالۍ ته تلونکې ځمکنۍ لارې د طالبانو په ولکه کې دي.
وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د فاریاب قیصار ولسوالي هم نيولې وه. فاریاب د افغانستان په شمال کې پروت دی چې مارشال عبدالرشید دوستم پکې ډير نفوذ لري. د افغانستان د مصالحې عالي شورا غړی، عنایت الله بابر فرهمند چې مارشال دوستم ته د نژدې کسانو څخه دی پر ټويټر ليکلي دي چې د فاریاب دغه دوې ولسوالۍ «د هوايي او ځمکني په موقع ملاتړ د نه شتون له امله سقوط شوي دي.»
دغې ډلې په وروستيو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی. تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ځينې ولسوالۍ نيولي دي. دغې ډلې په ځانګړې توګه د روان کال د می مياشتې له لومړۍ راهيسې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شوي، حملې ډيرې کړي دي.
دي پي اې/م.ک.ص./ن.ز.