1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

"افغانستان کې د کرونا دریمه څپه، مثبت پېښې ډېرې شوي"

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي چې د کرونا له خطرناکې دریمي څپې سره مخامخ دي. ایا افغانستان د کرونا د دریمې څپې پر وړاندې لازم چمتوالی لري؟

https://p.dw.com/p/3se0J
Afghanistan Corona-Pandemie
انځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۱۴۳ د کرونا مثبت پېښې ثبت شوي دي.

د چارواکو په وینا، په همدومره موده کې د شاوخوا ۱۳ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی.

خو ویل کیږي چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو د رسمي شمېرو په پرتله د کره پېښو شمېر ډېر دی، هغه څه چې د عامي روغتیا وزارت یې هم مني.

ولې رسمې شمېرې کمې دي؟

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر دستګیر نظري وویل، د کرونا له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ناروغانو کې اعراض او علایم نه ښکاره کیږي، نو ځکه ډیر یې نه غواړي معاینه وکړي: «لوی لامل همدا دی چې زموږ ډيری افغانان نه راځي روغتونونه ته ځانونه نه معاینه کوي او بل دا چې د ناروغی علایم چې ونه لري هم نه راځي.»

سره له دې چې د عامي روغتیا وزارت ادعا لري چې په ټولو روغتونونو کې د معاینو کیټونه معیاري او باوري دي، خو یوشمېر خلک ددغو کیټونو په معیار باور نه لري، نو ځکه نه غواړي معاینه وکړي.

ښاغلي نظري ومنله چې په افغانستان کې ښايي د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ترهغې څو برابره لوړ وي، چې روغتونونو ته رسیږي او یا هم له هغوی سره ثبتیږي.

Afghanistan Corona-Pandemie
افغان چارواکي وايي، د کرونا دریمې څپې له پاره یې ټول لازم چمتوالی نېولیانځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

په لندن کې د پوهنتون ډاکټر نوروز حقمل وویل، چې په افغانستان کې د مړینې د ورکړل شوي شمېر څخه څرګندیږي چې واقعي ناروعان تر رسمي شمېرو ډیر دي: «تاسو وګوری په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۱۳ کسان مړه دي او په دې ناروغی کې د مړیني کچه په هرو سلو کسانو کي یو سلنه آټکل شوې نو که د مړینو دا شمېر ومنو نو په افغانستان کې په ۲۴ ساتونو کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۰۰ کسانو هم اوړي.»

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت په هند کې د کرونا د مرګوني څپې څخه وروسته خبرداری ورکړی چې که سپارښتنې عملي نه شي نو افغانستان هم د ورته بحران سره مخ کېدای شي.

د روغتیا نړېوال سازمان په هند کې د کرونا وبا د چټکې پراختیا له امله اندېښنه ښودلې.

په دغه هيواد کې په تېرو ۲۴ ساتونو کې د ۲۷۷۱ کسانو مړینه تایید شوې ده، دغه راز په دې ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره اوښتی.

په افغانستان کې چمتوالی

افغان چارواکي وايي، د کرونا دریمې څپې له پاره یې ټول لازم چمتوالی نېولی، خو خبرداری ورکوي چې که خلک له روغتیايي سکټور سره همکار نه شي حالت بحراني کېدای شي.

د عامي روغتیا وزارت یوه بل ویاند ډاکټر میرویس علیزي دویچه ویله ته وویل، په کابل کې د افغان – جاپان روغتون د کرونا ناروغانو له پاره ځانګړی شوی دی: «موږ د افغان - جاپان څخه پرته د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ټولو روغتونونو کې یوه یوه څانګه د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره ځانګړې کړې او دا اسانتیاوې د ولسوالیو روغتونونو ته هم غځول شوي.»

ښاغلی علیزی ډاډ ورکوي چې د دریمي څپې د غوره مدیریت له پاره په روغتونونو کې د اکسیجن دستګاوو نصبول هم پيل شوي.

Serbien Obrenovac | Corona Impfung von Migranten
عامې روغتیا وزارت وايي چې اوسمهال په ټول هيواد کې د واکسین کولو لړۍ روانه ده انځور: OLIVER BUNIC/AFP/Getty Images

دا داسې مهال دی چې د کرونا په لومړی او دویمه څپه کې د ډېرو ناروغانو شکایت د اکسیجن کموالی وو، چې له امله یې یوشمېر ناروغانو خپل ژوند هم له لاسه ورکاوه.

د واکسین سرتاسري کمپاین

عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا پرضد تر ټولو اغیزمن معافیت واکسین دی چې اوسمهال په ټول هيواد کې د واکسین کولو لړۍ روانه ده. تردې دمه تر ۳۰۰ زرو ډیر افغانان د کرونا پرضد واکسین شوي.

د عامي روغتیا ځای ناستي وزیر وحید مجروح نن سې شنبې (د ۲۰۲۱م کال د اپریل ۲۷مه) د واکسین د سرتاسري کمپاین د پيل په اړه یوې غونډي ته وویل چې دیني عالمان دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي د کرونا یا کویډ ۱۹ ضد واکسین ترلاسه کړ.

حلیمي په دې اړه وویل: «د روژې په مبارکه میاشت کې د واکسین اخېستل جایز دي او د چا روژې ته هیڅ ډول زیان نه رسوي.»

حلیمي زیاته کړه چې ددغه وزارت رهبري چمتو ده چې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي، واکسین کولو او د وقايي په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې له عامی روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت، د ماسک اغوستل، واکسین کول، د غونډو او راټولېدلو څخه ډډه کول، ټولنیز واټن ساتل او په مکرر ډول د لاسونو وینځل هغه سپارښتنې بولي، چې پربنسټ یې د کرونا ویروس د چټکې پراختیا مخه نيول کیږي.

 اسماعیل شاکر – کابل