1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو کچه ۳۰۰ سلنه لوړه شوې

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې په افغانستان کې په هوايي بريدونو کې د وژل شويو ملکي کسانو شمير په څرګند ډول لوړ شوی وو. د تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹م کلونو ترمنځ ۳۰۰ سلنه لوړه شوې وه.

https://p.dw.com/p/3mNse
USA Bomber B 1B Symbolbild
انځور: Reuters/USAF/C. H. Rudisill

د امريکا متحده ايالاتو د براون پوهنتون د نړيوالو مطالعاتو د واتسن – انستيتويت د يوه رپوټ په حواله په افغانستان کې په تيرو دوو کلونو کې په هوايي بريدونو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه وه.

په دې څېړنه کې موندل شوې چې په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا د هوايي ځواک او افغان پوځ په ګډو بريدونو کې څه نا څه ۷۰۰ ملکيان وژل شوي دي.

څېړونکې نيتا کروفورد، وويل چې امریکا متحده ايالاتو هوايي بريدونه زيات کړي ول ځکه چې لږ ځمکني ځواکونه يې درلودل. نوموړې زياته کړه چې له دغه بريدونو څخه مذاکراتو ته د طالبانو د هڅولو له پاره د وسيلې په توگه کار اخيستل شوی دی.

په رپوټ کې زياته شوې چې په فيبرورۍ مياشت کې د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ تر توافق وروسته امريکا خپل هوايي بريدونه کم کړل خو افغان ځواکونو بيا پر طالبانو د فشار اچولو په موخه دغه بريدونه شديد کړل.

د څېړنې په حواله له هغه راهيسې هوايي ځواک د بل هر وخت په پرتله د ډېرو ملکي تلفاتو مسئوليت پر غاړه لري. زياته شوې چې د ۲۰۲۰م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په هوايي بريدونو کې ۸۶ ملکيان وژل شوي او ۱۰۳ نور یې ټپيان شوي دي. په تر دې وروسته دريو مياشتو کې ۷۰ ملکيان وژل شوي او ۹۰ ټپيان شوي دي.

له سپتمبر مياشتي راهيسي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي د سولي د خبرو اترو له پاره سره راټول شوي دي.

نيتا کروفورد ليکلي: «په داسې حال چې خبرې روانې وي او اوربند ونه شي دواړې خواوې به د تاکتيکي بري د ترلاسه کولو هڅه کوي. په دې توګه به د ملکي تلفاتو کچه همداسې مخ پر لوړيدو وي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)