1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان له يوې بلې کورنۍ جګړې څخه ويره لري او پخلاينه غواړي

۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبه

د کابل په يوه موزيم کې د افغانستان د څلورو لسيزو جګړو د قربانيانو په اړه کتونکو ته معلومات ورکول کیږي. په دغو جګړو کې په زرونو کسان وژل شوي دي. افغانان چې اوس سولې ته په انتظار دې، د يوې نوې جګړې د پيل انديښنه هم لري.

https://p.dw.com/p/3k5zr
Afghanistan Sicherheitspersonal
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Saewary

فخريه حيات يو ځل بیا هغه حمله په ياد راولي چې د هغې د يوه ورور ژوند يې واخیست او يوه خور يې د تل له پاره معيوبه او ويلچېر ته اړ کړه. د فخريې دوی په کورنۍ کې دغه غمیزه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د کور په انګړ کې يې يو توغندی ولګيد. دا د ۱۹۹۵ کال وو چې پلازمينه کابل ښار د جهادي ډلو د راکټي بريدونو په منځ کې را ايسار شوی وو.

دانش حبيبي چې په ۲۰۰۰م کال کې يو ماشوم وو او د باميان په يوه آرامه دره کې يې ژوند کاوه، د خپل ماشومتوب وختونه وريادوي چې څنګه به نارينه په زور له خپلو ښځو او ماشومانو څخه جلا کیدل. هغه وخت ډير خلک ووژل شول او په دې منځ کې د حبيبي پلار هم لادرکه شو. د هغه پلار موده وروسته راپیدا شو، خو هغه نور پر داسې يو ګوډ او مات انسان باندې بدل شوی وو چې نور يې د تل له پاره نه شوای کولای کار وکړي. حبيبي حیران دی چې څنګه به دی اوس طالبانو سره سوله ومني.

ريحانه هاشمې بیا د خپلې ۱۵ کلنې خور عاطفې کيسه کوي چې څنګه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شوه. عاطفه په خپلې آزموينه کې د ګډون له پاره له کوره وتلې وه، خو په يوه لاريون کې را ایساره شوه. دغه لاريون د يوه سياسي مشر د نيولو په غبرګون کې په لاره اچول شوی وو. د لاريون پر مهال افغان امنيتي ځواکونو پر لاريون کونکو باندې ډزې وکړې.

Afghanistan Gedenken an die Opfer eines Selbsmordanschlags
د قربانيانو کورنۍ وايي چې دوی دې هم د سولې په مذاکراتو کې دخیل کړل شيانځور: Reuters/M. Ismail

ريحانه وايي: «هغوی زما خور مخامخ په سر وويشته.» هغه زیاتوي: «هيڅ حکومتي چارواکی حتې د بښنې له پاره هم موږ ته نه دی راغلی. هغوی هڅه کوي داسې وښيي چې هغه یوه اعتراض کونکې وه، اما نه وه. هغې فقط غوښتل په آزموينه کې يې ګډون وکړي.»

د ناحل شويو قضيو اغېز د قطر پر مذاکراتو باندې

نن ورځ، دغه ډول ډيرې ناحل شويو قضيو او شکايتونه د سولې پر بین الافغاني مذاکراتو باندې چې په قطر هیواد کې په لاره اچول شوي، خپل لوی سيوری غوړولی دی. د قطر مذاکراتو ته د امريکا او طالبانو تر منځ هوکړې لاره هواره کړه چې له مخې به يې په نهایت کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، امريکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر پايه له افغانستانه څخه وځي. د دغې هوکړې پر اساس طالبان هم ژمن دي چې په بدل کې به يې د افغانستان له خاورې د تروريستي اهدافو په موخه کار نه اخیستل کيږي.

د دغې هوکړې پر اساس افغان حکومت د خپلو زندانونو څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو ۱۰۰۰ تنه افغان حکومت ته منسوب بندیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړل. دغه کار سولې ته د رسيدلو په لار کې د يو ښه او هیله بښونکي اقدام په توګه ارزول کيږي چې تر اوسه ترسره شوی دی.

د کابل اوسیدونکی، مسلم افغان هم د دغو آزاد شوو طالبانو له ډلې څخه یو دی. هغه وايي چې دی د طالبانو غړی نه وو خو ورور ېې د دغې ډلې مهم غړی وو او د ورور په خاطر يې په ۲۰۱۴م کال کې ونيول شو.

Afghanistan Taliban
د افغانستان د کورنۍ جګړې يو انځور - ۱۹۹۶انځور: AP

خو افغانان لا هم ډاډمن نه دي او د يوې بلې احتمالي جګړې د پيلېدو څخه ويره لري. دوی وايي د بلې جګړې د مخنيوي له پاره د اوسنۍ جګړې پای ته رسول حياتي مسئله ده.

افغانستان کې د څه د پاسه ۴۰ کولنو راهیسې جګړه ادامه لري. د جګړې لومړۍ دوره په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په يرغل سره پيل شوه چې ۹ کاله يې دوام وکړ. تر هغه وروسته په افغانستان کې د واک پر سر جګړه تر اوسه ادامه لري چې په دې جریان کې په سلونو زره افغانان وژل شوي دي. د کابل جګړو پر مهال د طالبان ډلې ظهور وکړ چې په ۱۹۹۶ کال يې کابل ونيوه.

د طالبانو رژيم په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امريکايي ځواکونو د حملو په نتيجه کې له منځه ولاړ، خو دغه ډله د څو کلونو په تيريدو بیرته منسجمه شوه او د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد يې خپلو جګړو ته ادامه ورکړه. څرنګه چې ځينې شنونکي وايي، نن ورځ دغه سخت دريځه اسلامپاله ډله په يو پياوړي سیاسي موقف کې قرار لري. 

د طالبانو رژيم تر پرځيدو وروسته د افغانستان لومړني منتخب ولسمشر حامد کرزي په يوه مرکه کې ویلي وو: «موږ باید پوه شو چې په جګړه کې ټولې خواوې زیانونه ويني، ټول افغانان په مختلفو دورو کې کړيدلي دي.»

کرزي همدا راز په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرۍ تر دوو دورو وروسته وويل: «متاسفانه زموږ هیواد او خلکو ته د کړاونو په راړولو کې هر چا خپله برخه کار ترسره کړ. هيڅ يو نه بايد بل ته ګوته ونیسي چې دا کار تا وکړ.»

Afghanistan Chost | Bewohner in Chost feiern Waffenstillstand mit Taliban
عام افغانان سوله او پخلاينه غواړي او تل يې د سولې د خبرو هرکلی کړی دیانځور: DW/F. Zahir

د خپلمنځيو جنګونو پخواني برخه وال په حکومت کې فعال حضور لري

د کابل ښار اوسیدونکی، حیات په خبره، هغه يو توغندی چې د هغه کوچنی ورور يې په چاودنه کې ووژل شو او خور يې معلوله شوې ده، د يوه جهادي رهبر د افرادو له خوا فیر شوی وو. د هغه مشر په څير نورې جهادي څيرې په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د امريکا په مشرۍ نړيوال پوځي ائتلاف په افغانستان کې حضور لري، د افغانستان په سياسي ډکر کې مهمې څيرې او د سیاسی واک خاوندان دي. د اسوشتيد پریس په رپوت کې د نورو دغسې مشرانو نومونه هم ذکر شوي.

دانش حبيب چې اوس هم د طالبانو د بریدونو خوبونه وينه، نه پوهيږي چې څنګه تير تاريخ هير کړي. هغه وايي: «که تاسو د يوې قرباني کورنۍ غړي یاست، نو څنګه به دا باور وکړئ چې سوله به راشي؟»

د عواطفو او عقدو کنترول

دانش وايي د ټولو قربانيانو کورنۍ باید د مذاکرې میز ته هم کيني، که هغه د طالبانو قرباني وي، که د مجاهدينو او يا د بل هر لور، دا ځکه چې «دوی ټول بايد د قربانيانو د کورنيو سره خبرې وکړي.»

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو په افتتاحيه غونډه کې وويل چې مذاکره يوه عاطفي مبارزه ده او د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې ټول لوري بايد خپلې عقدې کنټرول کړي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.