1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: ۲۶ زره افغان ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

د ۲۰۰۵ کال نه تر ۲۰۱۹م کال پورې د افغانستان په جګړو کې ۲۶۰۲۵ تنه ماشومان وژل شوي او ټپيان شوي دي. دغه مطلب د ( ماشومانو د ژغورنې صندوق) په نوم خيريه سازمان په يو رپوټ کې چې نن دوشنبه (د نومبر ۲۳مه) خپور شوی، ذکر شوی دی.

https://p.dw.com/p/3lhpx
Afghanistan Selbstmordattentat in Khost
انځور: DW

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په نوم دغه خیريه سازمان چې مرکز ېې په بريتانيا کې دی، په خپل دغه تازه رپوټ کې ويلي دي چې يوازې په ۲۰۱۹م کال کې ۸۷۴ تنه ماشومان په افغانستان کې د جګړو له امله مړه او ۲۲۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه سازمان په خبره، دا د ټولې نړۍ په ناامنو سيمو کې د وژل شوو او ټپي شوو ماشومانو ۳۰ سلنه برخه ده.

د دغه رپوټ پر اساس، دغه افغان ماشومان د حکومتي او غير حکومتي ځواکونو د مخامخ جګړو په نتيجه کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) تر دې وړاندې په يوه رپوټ کې ويلي ول چې په دغه هيواد کې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې ۵۹۳۹ تنه ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي چې ۳۱ سلنه يې ماشومان دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق دغه راز زیاته کړې ده چې د دوی د ۲۰۱۹م کال ارزونې ښيي چې افغانستان د نړۍ د يوولسو خطرناکو هيوادونو په ډله کې د ماشومانو له پاره تر ټولو وژونکی هیواد دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.