1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د افغانستان مرکزي بانک د ډالرو زېرمه دمخه لا تشه وه

۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبه

د يوه محرم سند په حواله د افغانستان مرکزي بانک د ډالرو زېرمې د کابل ترسقوط د مخه تقریباً په بشپړه توګه کارول شوې وې. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته افغانستان د نغدو پېسو د کمښت جدي ستونزه لري.

https://p.dw.com/p/414lP
Geldwechsel in Kabul
انځور: picture-alliance/Ton Koene

په هغه سند کې چې د نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق لوړ رتبه کارکوونکو د بسپنه ورکوونکو له پاره چمتو کړی او رويترز خبري آژانس ته رسېدلی، راغلي دي چې په افغانستان کې د نغدو پېسو د کمښت ستونزه د طالبانو له خوا د کابل د ولکه کولو څو اونۍ تر مخه لا پېل شوې وه.

په سند کې ويل شوي: «ستره ستونزه د طالبانو د راتګ تر مخه د مرکزي بانک د ناسم مديريت وه.» زياته شوې ده چې د مرکزي بانک په خوندي سيفونو کې د بهرنيو اسعارو زېرمې ټولې مصرف شوې وې او مرکزي بانک له همدې کبله نه شي کولی د نغدو پېسو تقاضا ته ځواب ووايي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې په افغانستان کې د نغدو پېسو جدي کمښت ليدل کيږي. د بانکونو دباندې خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي او حکومتي مامورینو خپل معاشونه نه ترلاسه کړي. د خوراکي توکو بیې هم آسمان ته رسېدلي او دغه هيواد د لوږې د بحران پر لور روان دی.

د افغانستان بانک: د پخوانيو چارواکو له کورونو ترلاسه شوې پيسې را وسپارل شوې

د افغانستان اقتصاد د ډالرو پر زيرمو تکيه کوي. د دغه سند چمتو کوونکي ويلي چې د تېر حکومت په دوره کې مرکزي بانک په هرو دريو میاشتو کې کابو ۲۴۹ میليونه ډالر د سل ډالري نوټونو په شکل کې ترلاسه کول.

همدا راز سره زر د مرکزي بانک او ولسمشرۍ ماڼۍ د سپما په تجریو کې ساتل کيدل. د ډالرو ليږد اوس بند دی. نهه میليارده ډالر چې افغانستان په خارجي بانکونو کې ساتلي ول، اوس کنګل شوي دي.  

 نغدې پېسې چا پټي کړي؟

د سند په حواله د افغانستان مرکزي بانک د جون مياشتي له لومړۍ او اګست میاشتي د ۱۵مې نیټې ترمنځ موده کې کابو ۱،۵ میليارده ډالر د سيمه ایزو اسعارو له پاره تاجرانو ته د ليلامۍ په موخه وړاندې کړې ول چې دا د پام وړ ډېرې پېسې دي.

خو د افغانستان د مرکزي بانک څخه شاه محرابي وويل چې په اصل کې تر دې نيمايي اسعار پلورل شوي ول. نوموړي پر دې سربیره د مرکزي بانک له چلن څخه هم دفاع وکړه. هغه وويل چې مرکزي بانک ځکه دغه ليلامي وکړه چې د خپل پولې واحد د ارزښت ټيټيدو او د بانکونو څخه د پانګوالو د افغانيو د تقاضې په ناڅاپي توګه د لوړېدو مخه ونیوله شي.

Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

په رپوټ کې پر دې هم نيوکي شوي چې حکومت د پېسو زېرمې په ولايتونو کې د مرکزي بانک نورو څانګو ته انتقال کړي. په سند کې زياته شوې چې دغلته د ۲۰۲۰م کال په پای کې څه نا څه ۲۰۲ ميليونه ډالر ذخيره شوي ول چې دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله پنځه چنده ډېرې پېسې دي.

په سند کې ویل شوي چې دغه پېسې په داسې حال کې چې طالبانو وار په وار سيمې ولکه کولې، بيرته مرکزي بانک ته نه دي انتقال شوي. په ولايتي څانګو کې د دغو پېسو يوه برخه اوس له لاسه تللې ګڼل کيږي.

د افغانستان د مرکزي بانک پخواني مشر چې د کابل د سقوط په ورځ له افغانستان وتلی دی، د رويترز خبري آژانس بريښنا ليکونو ته چې په اړه یې ترې د تبصرې غوښتنه شوې وه، ځواب نه دی ورکړی.

خو نوموړي څو اونۍ تر مخه د تويتر له لارې ويلي ول چې هغه د وضعيت د کنترول په موخه څه چې یې په وس پوره ول، کړي دي. هغه زياته کړې وه چې په خارج کې د افغانستان د شتمنيو کنګل کيدل په هیواد کې د پېسو د کمښت دليل دی.

ب. ص/ ن.ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: