1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د تلفاتو تر ټولو لوړ رقم لري

۱۴۰۱ خرداد ۸, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی دی چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د تلفاتو تر ټولو لوړ شمیر لري. یوازې په دې وروستیو ورځو کې په دغه هیواد کې لږ تر لږه ۱۹ ماشومان وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4C0hc
UNICEF Symbolbild Zelt in Faisabad Afghanistan
انځور: Getty Images/P. Bronstein

د رسمي شمیرو له مخې په تیرو څلورو ورځو کې د ناچاودي مهماتو په پيښو او بریدونو کې ۱۹ تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي، له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د کندز ولایت په باغ میر سیمه کې دوو ماشومانو په داسې حال کې چې د هوان له یوه ناچاودلي مرمۍ سره یي لوبې کولې د انفجار په پایله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه پيښه کې یو بل ماشومان ټپي شوی هم دی.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي دي چې ۱۶ نور ماشومان په کابل او مزار شریف ښارونو کې د چهارشنبې ورځې په بریدونو کې وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د دری ميني بسونو مسافر او د یوه جومات لمونځ کوونکي په نښه شوي وو.

یوه ورځ مخکې تر هغې په روزګان ولایت کې یو بل ماشوم د چاودیدونکو موادو د انفجار په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. 

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد آګ آیویا، په دغه هیواد کې د ماشومانو پر وړاندې «شدیدو تخلفاتو» ته د پای ايښودلو غوښتنه وکړه. په دغه هیواد کې دوامداره بریدونه او د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو پاتې شونو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته ډیر زیانونه اړولي دي.

آیویا وویل: «ماشومان نه باید د لویانو د جنګونو بیه پرې کړي. تل باید د ماشومانو ساتنه وشي.»

په تیرو څو میاشتو کې د یو لړ پرله پسې چاودنو په پایله کې چې په کابل کې په یو روزنیز مرکز او یوې لیسې رامنځته شول لږ تر لږه ۹ تنو ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونو نور ټپیان شول.

د یونیسف د رپوټ پر بنسټ، افغانستان له ۲۰۰۵م کال را په دیخوا تر اوسه پورې د ماشومانو د وژل کیدو له تر ۲۸۵۰۰ ډیرو  پيښو سره په نړۍ کې د ماشومانو د تلفاتو تر ټولو لوړ رقم لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا