1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

راشد خان د پاکستان په وړاندې د افغانانو بريا وستايله

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

د پاکستان په وړاندې د بريا په ستايلو سره، د کريکټ افغان ستوري راشد خان ويلي چې د لومړۍ کرښې توپ وهونکي بايد لا پياوړي شي. اشاره يې د کال په پای کې په هند کې د ۵۰ اوريزو لوبو نړيوال جام ته وه.

https://p.dw.com/p/4PEf3
افغان لوبډلمشر راشد خان
افغان لوبډلمشر راشد خانانځور: ISHARA S. KODIKARA/AFP

لوبډلمشر راشد خان او افغان لوبډلې په شپږو ويکټو سره پاکستان د ټي ۲۰ نړيوالو لوبو په پرانيسته کې د شارجه په ښار کې مات کړ. د پاکستاني ټيم مشري شاداب خان کوله. خو افغانستان مخکې شو او په لومړي ځل يې د ټي ۲۰ لوبو کې خپل حريف پاکستان په ګونډو کړ. راشد وويل چې »بريا خوندوره ده ځکه چې موږ تل په لږ تفاوت سره د دوی په وړاندې لوبه بايلله.« د هغه په خبره »په بريا خوښ يو او هيله لرو چې دغه لړۍ به دوام ولري.« د راشد خان وضعیت اوس څنګه دی؟

لوبه څه آسانه نه وه، خو په پای کې محمد نبي افغان لوبډله وژغورله.

راشد خان سره له دې هم وويل چې د تر ټولو پياوړو لوبغاړو اوسنۍ لوبډله يې بايد په جاري لوبو کې لا غوره لوبه وکړي او دغه غښتلتيا بايد دوی په اکتوبر او نومبر مياشتو کې تر ODI نړيوال جام پورې وساتي. راشد دا هم وويل چې »موږ بايد لا ښه شو، نه يوازې د دې لړۍ له پاره، بلکې نړيوال جام هم مخ په وړاندې راځي.«متحده عربي امارات به راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د کريکت «کور» وي

نوموړي زياته کړه چې »له اوس څخه بايد ورځ تر بلې او له يوې لوبې څخه بلې ته زيار وباسو څو د کال تر پايه پورې چې کله نړيوال جام ته ځو، يوه بشپړه چمتو شوې لوبډله ولرو.«

آ./ن.ص./ا.ا.\