1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان: «طالبانو مو کورونه وسوځول بیا يې په بمونو والوځول»

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

په بغلان کې د سیمه ایزو پولیسو یو قوماندان ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې لومړی کورونه سوځولي او بیا يې په بمونه الوځولي دي. هغه وايي چې د کور وسایل یې هم چور شوي دي.

https://p.dw.com/p/3u5xI
Afghanistan Baghlan | Von Taliban Niedergebrannte Häuser des Polizeikommandant Said Mohammad Tarakhil
انځور: Noorgul Andarwal

د افغانستان په شمال ختيخ کې پروت بغلان ولایت په وروستيو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو شاهد دی.

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان، سید محمد تره خیل د جمعې په ورځ (د می ۲۸مه) دویچه ويله ته وويل، چې تيره ورځ وسله والو طالبانو د دوی کلی تر نيولو وروسته د ده او د ورور کورونو ته اور اچولی دی.

تره خيل چې ځان د افغانستان د ملي امنیت ادارې په چوکاټ کې د پاڅون کوونکو قوماندان معرفي کوي وايي: «طالبانو لومړی زموږ کورونو ته اور واچاوه بیا يې غټې غټې بوشکې راوړې هغه يې ورته کيښودې او کورنه يې تکه تکه کړل.»

د قوماندان تره خيل په خبره، طالبانو د ده کور او مېلمستون او د وراره کور يې سوځولي او ويجاړ کړي دي. په وینا يې طالبانو تر دې وړاندې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امیرګل په نوم د یوه بل قوماندان کور ته هم اور اچولی دی: «طالبان ځکه دغه ډول اعمال ترسره کوي تر څو خلک وډار کړي چې نور د حکومت ترڅنګ ونه دریږي.»

Afghanistan Polizeikommandant Sayed Mohammad Tarakhail
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کونکو قوماندان سید محمد تره خيلانځور: Privat

هغه وايي د پيښې پر مهال په کور کې څوک نه ول او ادعا کوي چې د کور وسایل يې ټول غلا شوي دي: «د کړکيو تر پردو پورې يې غلا کړي، يخچالونه يې وړي، تلويزيونونه يې نه دي وړي، خو مات کړي يې دي.» قوماندان تره خيل وايي په مشخصه توګه ادعا نه شي کولای چې دغه غلاوې دې په خپله طالبانو کړي وي.

هغه وايي پرون د سیمې اوسیدونکي طالبانو ته ورغلي ول چې ولې يې کورونه ته اور اچولی، خو د طالبانو نومول شوي والي سپين ږیرو ته ويلي چې هغه د پاڅون کوونکو قوماندان وو او په دغه کور کې يې قرارګاه وه نو ځکه ېې وسوځاوه.

قوماندان تره خیل وايي چې اوس د خپلې کورنۍ سره په پلخمري ښار کې اوسیږي، کورونه او ځمکې يې د طالبانو په ولکه کې دي او د طالبانو پر ضد به خپلې جګړې ته ادامه ورکوي.

طالبانو د ۹۰مې لسيزې په جګړو کې هم د افغانستان په ځينو سیمو کې چې ځینې کورونه او کلي چې د جګړو په نتیجه کې يې تصرف کول، سوځولي دي. خو په بغلان ولایت کې د کورنو د سوځولو دغه پيښې په خپل ډول کې په ډير احتمال سره نوي دي. د طالبانو له لوري په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي او نه يې هم تر دې دمه د دویچه ويله پوښتنې ته ځواب ورکړی دی.

Afghanistan Baghlan | Von Taliban Niedergebrannte Häuser des Polizeikommandant Said Mohammad Tarakhil
قوماندان تره کی وايي طالبانو يې لومړی کورونو ته اور واچاوه بیا يې په بمونو والوځولانځور: Noorgul Andarwal

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ، د افغانستان په شمال ختيځ کې د موقعیت لحاظه يوه مهمه ولسوالۍ ګڼل کيږي. د کندز-بغلان لویه لاره هم د همدغې ولسوالۍ له منځه تیره شوې ده. په وروستيو اونیو کې دغه ولسوالۍ د سختو جګړو شاهده ده. حکومت ادعا کوي چې په دغو جګړو کې يې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

قوماندان تره خيل هم مني چې د بغلان په وروستیو جنګونو کې طالبانو ته ډير ځاني تلفات اوښتي خو زیاتوي چې له حکومت څخه نيول شوې سيمي يې اوس هم په لاس کې دي.

د سيمې اوسیدونکی نظيم ځدران دویچه ويله ته وویل چې پرون د جګړې په ځای کې د حکومت هوايي ځواکونو بمبارۍ کړي او نن وضعيت آرام دی: «حکومتي ځواکونه په خپلو لیکو او طالبان په خپلو لیکو کې پراته دي، وضعیت نن آرام دی.»

دویچه ویله هڅه وکړه چې په دې اړه د بغلان د ولایتي شورا او د امنیه قوماندانۍ نظر هم واخلي خو د پر له پسې اړيکو نیولو سربيره بریالی نه شو.

محمد کریم صالح/ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال