1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: اخراجیدونکو افغانانو ته عمومي خطر وجود نلري

۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبه

په افغانستان کي د هرهغه چا دپاره چي یونیفورم یې اغوستی او یا یې د اسلام پالو ضد مفکوره درلودلې وي، خطر ډیر سوی دی. خو د جرمني د پناه غوښتني د یوه تازه رپوټ پراساس د اروپا څخه اخراجیدونکو افغانانو ته عمومي خطر وجود نلري.

https://p.dw.com/p/3xya7
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د جرمني د حکومت د اټکلونو پراساس د طالبانو پرمختګ تر ټولو دمخه عسکرو، د بشر د حقوقو فعالینو، ژورنالسټانو او ښځینه کارکوونکو او مامورینو ته تر پخوا خطر ډیر سوی دی. خو د افغانستان په اړه د جرمني د خارجه وزارت لخوا د همدې جولای میاشتي په نیمايي کي تهیه سوي د پناه غوښتني یوه رپوټ په حواله افغانستان ته بیرته تلونکو او اخراجیدونکو کسانو ته یو عمومي خطر وجود نلري.

د تازه رپوټ پربنأ څوک چي د اروپا څخه بیرته استول کیږي، که څه هم هغه ته تر یوه حده پوري د بې اعتمادۍ په سترګه کتل کیږي او هم یې دا د خپل فامیل لخوا یوه ناکامي بلل کیږي، خو داسي قضیې ندي لیدل سوي، چي تلونکي افغانان په اروپا کي د هغوی د اقامت په دلیل د تشدد سره مخامخ سوي وي.

لکه څنګه چي الماني خبري آژانس، dpa ته پرون جمعه (د جولای میاشتي ۲۳ مه) نور معلومات هم حاصل سوی، د جرمني خارجه وزارت صرف نظر د اوسنیو تازه جنګونو او سړکانو مؤقتي بندیدو څخه بیا هم په عمومي ډول سره دا د پخوا په ډول ممکنه بولي، چي اخراج سوي افغانان په ازادانه ډول سره په هیواد کي ژوند کولای او هر ځای ته تللای سي.

خو په رپوټ کي دا هم راغلي دي، چي په افغانستان کي غیر قانوني کنټرولي پوستې نوري هم اضافه سوي او په اطرافو کي حملې خصوصأ د طالبانو لخوا ډیري سوي دي.

په رپوټ کي همدارنګه راغلي دي، چي د افغانستان حکومتي قواوو د سږکال په اوله ربع کي نسبت تیر کال همدغه وخت ته ډیر ضایعات او تلفات ورکړي دي او پخپله یې په منځ کي حملې او بریدونه هم په همدغه وخت کي  ۸۰ فیصده ډیر سوي دي.

د رپوټ په بل ځای کي راغلي دي، چي د ۲۰۲۰ م کال په دوهمه نیمايي کي ډیر ژورنالسټان، او ډیری هغه کسان چي په عام ډول سره یې د لیبرال افغانستان دپاره فعالیت کړی دی، وژل سوي دي. د دغه ګروپ د پاره په پرنسیپ کي د افغانستان په هیڅ نقطه کي نور اطمیناني ځای وجود نلري.

Abschiebung von afghanischen Flüchtlingen aus Iran nach Afghanistan
انځور: DW/S. Tanha

خو په عمومي ډول سره ملکي خلکو ته د پخوا په ډول سره دا ممکنه ده، چي لویو ښارونو ته ولاړ او هلته ژوند وکړي. خو دلته هم د نورو سیمو څخه شړل سوو او هم ایران څخه راغلو کسانو تعداد ډیر سوی دی.

د نوي رپوټ پراساس په همدې او هم کرونا وبا په دلیل په ښارونو کي د انسانانو ډیریدل د ژوندانه لمړني ضروریات هم ګران کړي دي. په ټول افغانستان کي بشري حالت ډیر د انديښنې وړ دی.

د جرمني د خارجه وزارت لخوا د پناه غوښتني د حالت رپوټ، چي د نورو تر څنګ د پناه غوښتني او مهاجرت اداره «بامف» د پناه غوښتني د پروسې په تصمیم نیولو کي ورڅخه استفاده کوي او هم د اخراجیدو په موضوع کي ورڅخه کار اخیستل کیږي، وخت په وخت نوی کیږي.