1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امرالله صالح: طالبان اوربند خپل سیاسي مرګ ګڼي

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح د تاوتریخوالي د ډیریدو علت د طالبانو له خوا د سولې بهیر ناسم برداشت بولي. هغه ټینګار کړی دی چې طالبان کوښښ کوي خلک د ۹۰ لسیزې هدیرې ډوله کرارۍ ته تږي کړي.

https://p.dw.com/p/3jojJ
Afghanistan Kabul | Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د سولې خبرو اترو سره هم مهاله د طالبانو د بریدونو ډیریدو ته د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح غبرګون ښوولی دی. صالح د طالبانو مخ پر ډیریدونکو بریدونو ته په اشارې سره د دوشنبې په ورځ په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان پر خلکو د طالبانو د پوچ او خونړیو بریدونو د زیاتیدو عمده دلیل له سیاسي او بهرنیو تحولاتو څخه د دې ډلې ناسم فهم دی.

نوموړي لیکلي دي چې طالبان ملي اداره کمزورې بولي او له سولې څخه په ناسم برداشت سره یې خپل بریدونه زیات کړي دي چې په ډيرو سیمو کې د خلکو له مقاومت سره مخامخ شوي دی. د صالح په خبره طالبان به له دغو بریدونو هیڅ ګټه وا نه خستلی شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال لیکي دي چې طالبان اوربند خپل سیاسي مرګ بولي هغه د خپل دې پيغام په یوه برخه کې زیاته کړې ده: «طالبان اروبند خپل سیاسي مرګ بولي او فکر کوي چې په بی حسابه وژنو سره به خلک د ۹۰ میلادي لسیزې ګورستان ته ورته کرارۍ ته تږي کړي.»

Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
امرالله صالح طالبان له ملخ سره تشبه کړل او زیاته کړې یې ده: «د ملخ په شان برید کوي او د ملخ په شان مري.»انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

صالح په تندې لحجې سره د طالبانو ماته یقیني بللې او ادعا یې کړې ده چې د دې امکان نه لري چې د طالبانو چلند دې په زوره د افغانستان پر ټولنې ومنل شي.

د دې چارواکي په خبره طالبان سیاسي برنامه نه لري چې خلک دې ورپورې زړه وتړي. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال طالبان د ګاونډیو د ګټو د تامينولو ابزار وبلل او ویلي یي دي چې وظیفه یې د افغانستان پر خاورې کنترول ترلاسه کول دي. صالح طالبان له ملخ سره تشبه کړل او زیاته کړې یې ده: «د ملخ په شان برید کوي او د ملخ په شان مري.»

طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغه څرګندونې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو او په افغانستان کې د جګړې له شدت سره هم مهاله کیږي.

له درو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په یو شمیر برخو کې په ځانګړي توګه لښکرګاه ته نژدې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.