دفاع وزارت: چورلکه د عليپور افرادو ويشتې
۱۳۹۹ اسفند ۳۰, شنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان پر ټيوټر ليکلي چې د دغه وزارت څيړنې او ترلاسه شوي مدارک او شواهد ښيي چې د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د پوځ غورځول شوې چورلکه د ځايي وسله وال قوماندان، عبدالغني عليپور پورې اړوندو افرادو ويشتلې ده.
عليپور د «قوماندان شمشير» په نوم هم ياديږي او داسې ويل کيږي چې په سلونو وسله وال کسان لري.
وياند دغه عمل يوه تروريستي کړنه بللې او زياته کړې يې ده چې د دفاع وزارت به د خپلو وژل شوو منسوبانو «غچ په هره بيه چې وي اخلي.»
په دغې پيښه کې د الوتکې څلور پيلوټان او پنځه سرتيري وژل شوي ول. دغه پيښه درې ورځې مخکې رامنځ ته شوه، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې هم له ځانه سره د خلکو پراخ غبرګون درلودلی دی.
افغان ولسمشر، اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې د غورځول شوې الوتکې په پيښه کې ښکيلو مجرمانو ته به جزا ورکړل شي. د رپوټونو له مخې، په خپله قوماندان عليپور هم منلې چې د افغان پوځ دغه چورلکه د ده افرادو ويشتلې ده.
عليپور د ۲۰۱۸م کال په پای کې هم د کابل له خوا په يوه عمليات کې نيول شوی و خو وروسته د ضمانتونو په بدل کې د هغه د پلويانو تر لاريونونو وروسته خوشې کړل شوی وو.