1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلونو افغانانو د ترکیې تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي

۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعه

د افغان ـ ترک او له افغان ښوونځيو څخه له ۴۰۰ زياتو فارغانو د ترکيې تحصیلي بورسونه تر لاسه کړي دي. د دغه بنسټ وياند وايي چې له دغې ډلې ۱۸۰ تنه نجونې او پاتې نور هلکان دي.     

https://p.dw.com/p/3kwnW
Pressebild Maarif Schools of Afghanistan
انځور: Maarif Schools of Afghanistan

د ترکيې د معارف بنسټ، چې په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځي تر خپل پوښښ لاندي لري، اعلان کړی دی چې د دغه ښوونځيو ۴۰۴ فارغان به د تحصيل د دوام له پاره ترکيې ته وليږي.

په افغانستان کې د ترکيې د معارف بنسټ ویاند صهیب غفاري، وايي چې سږکال ياد بنسټ هوډ درلود چې له ۷۰۰ څخه زيات فارغ شوي زده کونکي د تحصيل دوام له پاره د ترکیې په شمول له افغانستان څخه بهر ته وليږې: «د دغو کسانو له ډلې د  ښوونځيو ۴۰۴ فارغینو ته زمینه برابره شوې چې وکړای شي د ترکيې په بيلا بيلو ښارونو کې د طب، انجينرۍ او په  نورو رشتو کې تحصيل وکړي، په پوهنتونونو کي دغه تحصیلات د دوی له پاره په وړیا ډول دي.»

په افغانستان کې د ترکيې د معارف بنسټ د معلوماتو له مخې په ترکيه کې له دغه زده کونکو څخه د بهرنيو محصلینو د ازمويني په نامه ازموینه اخيستل کیږې. خو اوس دغه ازموینه په افغانستان کې د افغان ـ ترک د ښوونځيو له خوا اخيستل شوې.

غفاری زیاته کړه:«زموږ خپلو شاګردانو او هم د افغانستان د معارف زده کونکو په دغه ازموينه کي ګډون کړې وو.» د غفاري په خبره په پام کې وه چې په نوي تحصیلي کال کې چې د سپتمبر په مياشت کې پيليږې زده کونکي د تحصيل د دوام له پاره ترکيې ته تللي وای او په درسی ټولګيو کې یې حضور لرلی، خو د کرونا د بحران له کبله د تحصيل او زده کړو بهیر لږ وځنډيد: «له دغو زده کونکو څخه يو شمير يې درسونه په انلاين ډول پيل کړي او په پام کې ده چې يو شمير نور په راتلونکي سمستر کې ترکيې ته ولاړ شي.»

Pressebild Maarif Schools of Afghanistan
انځور: Maarif Schools of Afghanistan

د ترکيې بنسټ پورې اړوند ښوونځي په ټوليزه توګه په شپږو ولایتونو کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او شبرغان کې فعالعیت لري. په افغانستان کي د افغان ـ ترک  ښوونځيو د ویاند په خبره، له ټولو ولایتونو څخه چې تحصيلې بورسونو کي شامل شوې ۱۸۰ تنه نجونې او پاتې نور هلکان دي.

په کابل کې د افغان ـ ترک  له ښوونځي څخه يو تن فا رغ فهيم طاهري دی چې له ازموینې ورکولو وروسته يې د ترکيې تحصيلې بورس تر لاسه کړی دی. هغه وایي چې اتلس کلن دی او له اتم ټولګې وروسته د ترکيې اړوند يوه ښوونځي کې یې زده کړه کړي او اوس په پام کې ده چې د کمپيوتر ساينس په رشته کې کې تحصيل وکړي: «د قرنطين له کبله مو ازموینه په انلاین په ډول ترسره شوه او ما د بریا له پاره اړیني نمرې تر لاسه کړي.» فهيم  زياتوي چې د ځينو محصلینو درسونه چې په بورس کې ګډون لري پیل شوي دي او د هغه درس به د فبرورۍ په میاشت کي پیل شي.

د ترکيې د معارف بنسټ د ۲۰۱۶م کال د جولايي په مياشت کې رامنځ ته شو او له دوه کلونو راهیسې د افغانستان د ښوونې او روزنې  وزارت سره د يوې تفاهم نامې له مخې فعالعیت کوي. د دغه بنسټ د ویاند په خبره ۱۲ بابه ښوونځي چې افغان ـ ترک پورې یې اړه درلوده اوس په دغه بنسټ پورې اړه لري. په پام کې ده چې دغه بنسټ په راتلونکو لسو کلونو کې په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځيو شمير ديرشو او د زده کونکو شمير له ۳۰۰۰ څخه ۱۸۰۰۰ ته لوړ کړي.

په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځیو وياند وايې چې په تيرو دوو کلونو کې دغه بنسټ توانیدلی دی چې د ښوونځيو ودانيو شمیر ۲۰ او د زده کونکو شمیر هم ۶۵ زره ته ورسوي. د صهیب غفاري په خبره په پام کې ده چې په راتلونکو لسو کلونوکې په ټوليزه توګه د دغه ښوونځيو د پراختيا له پاره ۳۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي.