1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

افغان غرختونکې غواړي د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه فتح کړي

۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبه

۱۸ کلنه غره ختونکې فاطمه سلطاني تر سهارنیو تمریناتو وروسته کابل ته نژدې د غرونو څوکو ته نظر اچوي او د خپل راتلونکي ماموریت په هکله فکر کوي. د هغې هیله داده چي وکولای سي د نړۍ تر ټولو لوړي څوکي ته ځان ورسوي.

https://p.dw.com/p/3jDfG
Afghanistan Bergsteigerin Fatima Sultani
انځور: Mohammad Ismail/Reuters

دا او د نورو درو ښځو په ګډون د هغې نهه کسیزه ډله  هیله لري چي ځانونه د افغانستان د میرسمیر د غره څوکي ته ورسوي او وروسته نیپال ته سفر وکړي او د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه د اورست غر فتح کړي.

آغلې فاطمې رویترز خبري آژانس ته ویلي: «زما اصلي هدف دادی چي نړیوالو ته وښیم چې افغان میرمني قوي دي او کولای سي هغه سخت کارونه چې نارینه یې کوي، سرته ورسوی. کله چي خبره سوم، له خارجي هیوادونو څخه ښځي راځي تر څو دغه څوکه فتح کړي، نو ولی موږ افغان ښځي نه سو کولای دا کار وکړو؟»

Afghanistan Bergsteigerin Fatima Sultani
فاطمه او همکاره یې به کابل کې د تمرین پر مهالانځور: Mohammad Ismail/Reuters

سلطاني د کرونا د پاندیمي په جریان کې هم خپلو تمریناتو او غره ختلو ته ادامه ورکړې ده. هغه د اګست په میاشت کې پر دې وتوانیدله چې د افغانستان په شمال کې د هندوکش د غرونو د سلسلو د نوشاخ څوکه چې د سمندر له سطحې څخه ۷۴۹۲ متره لوړه ده ، فتح کړي. دا تر ټولو ځوانه ښځه ده چي ځان یې نوموړي څوکي ته رسولی دی.

خو په دوحه کي د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په دوام سره، ښځي اندیښمني دي چي ښایي آزادي ګاني یې محدودي سي. د طالبانو ډلي د ۱۹۹۶م او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د ښځو زده کړي او د هغوی اجتماعي فعالیتونه منع کړي ول. په هغه وخت کي ښځو حتی اجازه نه درلوده پرته دکورنۍ له نارینه څخه دباندي ووځي.

که څه هم ددغي ډلي غړو دې ته اشاره کړې چي د ښځو په اړه یې په نظر کي تغییر راغلی خو بیا هم ښځي د هغوی دغو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

Afghanistan Bergsteigerin Fatima Sultani
انځور: Mohammad Ismail/Reuters

میرمن سلطاني وایي:«کله چې مي سپورت ته مخه کړه، پوهیدم چي له ستونزو سره به مخامخ سم. د مثال په ډول یوه له موضوعګانو څخه داوه چي امکان لري طالبان د ښځو د ورزش مخه ونیسي خو بیا هم له دغو چیلنجونو سره د مقابلې له پاره آماده یم.»

فاطمه سلطاني د خپلو والدینو او کشري خور سره یو ځای په کابل کي ژوند کوي. پلار یې وایی چي د خپلي لور د لاس ته راوړنو هرکلی کوي خو د هغې د امنیت په هکله اندیښمن دی.

د فاطمې پلار عبدالواحد سلطاني زیاتوي: «زه له دې کبله اندیښمن یم چې طالبان د ښځو د ورزش کولو سره مخالفت کوي. خو ما فاطمې ته ویلي چي آزاده یې هر ورزش چې دي خوښ وي هغه وکړه. حتی غره ختل. تر هغه ځایه چې توان لرم له هغې څخه ملاتړ کوم.»