1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک: اروپايي ټولنه پر طالبانو بندیزونو ته چمتووالی نيسي

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې په حواله اروپايي ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر ضد د بندیزونو لګولو ته چمتووالی نيسي. نوموړې دا خبره د دغه اتحادیې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر مشورې وروسته وکړه.

https://p.dw.com/p/4NmQa
د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په بروکسل کې له خپلو اروپايي سيالانو سره پر طالبانو د بندیزونو په اړه خبرې کړي
د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په بروکسل کې له خپلو اروپايي سيالانو سره پر طالبانو د بندیزونو په اړه خبرې کړيانځور: Thomas Trutschel/photothek/picture alliance

د رويترز خبري آژانس په حواله د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په دې اړه وويل: «موږ وينو چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو په برخه کې نور شديد محدوديتونه وضع کړي دي.»

اړونده موضوع:«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»

نوموړې زياته کړې چې په افغانستان کې «د جندر له پلوه ځانګړی شوی تعقيب» شتون لري. د هغې په خبره له همدې کبله دې او د هالند او فرانسې څخه یې سيالانو دا خبره روښانه کړې ده چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پر ضد بندیزونه باید ولګول شي.

بېربوک د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په دې اړه تر مشورې وروسته وويل: «د بلې مشورتې جرګې په نظر کې نيولو سره به موږ اوس په دې اړه په ګډه چمتووالی ونيسو.»

اړونده موضوع: چین او ایران: طالبان دي د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لیري کړي

بیربوک وويل چې دا د منلو نه ده چې ښځې د بشري مرستو په سازمانونو کې له کاره منع شي: «دا چې بشري مرستې دې يوازې د نارينه وو له پاره د نارينه وو له خوا پر مخ يوړلې شي، موږ به یې د اروپايي اتحادیې په توګه نه ملاتړ وکړو او نه یې هم ملاتړ کولی شو.»

زموږ له آرشيف څخه:

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي