1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان محصلينې چې اوس د سکاتلند په پوهنتونو کې زدکړې کوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۸, چهارشنبه

زهرا حسيني غوښتل یوه ورځ ډاکټره شي، خو دغه هيله ېې هغه وخت مړاوې شوه چې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو پر تلو بنديز ولګاوه. خو آغلې حسينې غلې پاتې نه شوه، هغه اوس په بریتانیا کې د طب زدکړې پیل کړي، خو څنګه په دې وتوانېده؟

https://p.dw.com/p/4kkJP
England Afghanische Frauen schließen in Schottland Medizinstudium ab
انځور: Andrew Milligan/PA Wire/empics/picture alliance

«سکاتلند ته په راتلو هرڅه تغییر وکړ. دغه کار ماته د یوې ښې راتلونکې له پاره هېلې راوبخښلې.» دا د شل کلنې زهرا حسيني خبرې دي چې له فرانسې خبري آژانس سره ېې کړي دي. هغه له ۱۸ نورو افغان ښځينه محصلینو سره تېره میاشت سکاتلند ته رسېدلې او اوس هلته خپل تحصيل ته ادامه ورکوي.

آغلې حسيني وايي: «زه کولی شم یوه ډاکټره شم. زه کولی شم په خپلو هڅو سره د اقتصادي لحاظه په ځان بسیا او د خپلې کورنۍ او خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شم.»

زهرا د طب څانګې هغو ۱۹ افغان ښځينه محصلينو له ډلې يوه ده چې د اګست مياشتي پر ۲۱مه په سکاتلند کې کوزې شوې. دوی د ليندا نورګروف بنسټ له خوا تر یو درې کلن کمپاین وروسته سکاتلند ته راغلي دي.

۳۶ کلنه سکاتلندۍ ليندا نورګروف یوه مرستندويه کارکوونکې وه چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د اسلامپاله وسله والو له لوري برمته او بیا د امریکا د سپېشل فورس د نجات د یو ناکام عملیات په جریان کې ووژل شوه.

د لیندا نورګروف بنسټ، د هغې پلار، جان نورګوف، د نوموړې په نوم تاسیس کړ. دی وايي وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تلو بندیز ولګاوه محصلېنې تر ډېره بريده په خپلو کورونو کې کلابندېشوې.

دغه محصلینې د ليندا نورګروف بنسټ لخوا سکاتلند ته بېول شوي دي
یوه ډله افغان ښځينه محصلینې چې د اګست په ۲۱مه سکاتلند ته ورسېدې او اوس هلته خپل تحصيل ته ادامه ورکويانځور: Andrew Milligan/PA Wire/empics/picture alliance

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته پر افغانستان حاکم شوي، له اسلامه د خپل تفسیر پر اساس يې سخت قوانين اعلان کړي. دغو قوانینو او محدویتونو ترډېره ښځې هم تر خپل اغیز لاندې راوستلي چې ملګرو ملتونو دا «جنسيتي اپارتاید» بللی دی.

۲۵ کلنه فریبا آصفي له افغانستانه سکاتلند ته راغلې بله د طب پوهنځي محصله ده چې اوس په دغه هېواد کې خپلې زدکړې پر مخ بیایي. هغه د طالبانو په هکله وايي: «هغوی ماته اجازه نه راکوله چې په افغانستان کې خپل تخصص ترلاسه کړم.»

فریبا آصفي وايي چې سکاتلند ته په راتلو ډېره خوښه ده: «زه اوس ځان د تر ټولو بختور شخص په توګه ارزوم چې دلته یم. زه کولی شم خپلو زدکړو ته ادامه ورکړم. ما د زدکړو د ادامې فرصت تر لاسه کړی او خپلې هېلې به تعقیبوم. زه ډېره هيجاني او واقعي خوشاله یم.»

دغه افغان محصلينې وروسته له هغې سکاتلند ته رسېدلي چې په ادينبورګ (د سکاتلند پلازمينه) کې د سکاتلند حکومت د بودجه په قانون کې یو لړ اصلاحات رامنځ ته کړل تر څو د دې ډاډ حاصل شي چې هغوی سره هم د سکاتلندي زده کوونکو په څېر چلند او د وړیا زدکړو مستحق شي.

د دوی له ډلې ځينې ېې اوس په سنت اندروز، دندي او ابردین پوهنتونو کې د زدکړو په حال کې دي.

په کابل کې د یو پوهنتون تړلې دروازې مخې ته ولاړې افغان محصلينې
په کابل کې افغان محصلينې د پوهنتون تر بندې دروازې مخې ته ولاړې دي، د طالبانو حکومت د دوی پر تحصیل «تر امر ثاني» بندیز اعلان کړی دیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د لیندا نورګروف بنسټ وايي چې دغه بنسټ لاس په کار شو تر څو سکاتلند ته د دغو محصلينو د راوستلو په مخ کې پراته خنډونه له مخې لېرې کړي. بنسټ وايي په دغو کارونو کې پاکستان سره د دوی د سفر خبرې، د بریتانیا ويزې، د انګلیسي ژبې د تیستونو او پوهنتونونو سره پر سکایب د مرکو تنظیمول شامل دي.

بنسټ همدارنګه د دغو افغان ښځینه محصلينو ته د هستوګنځاي او د بریتانیا بانکي اکاونت زمینه هم برابره کړې، وايي چې په مجموع کې ېې ۶۰زره پونډ (۷۹زره امریکايي ډالر) لګولي دي.

د ليندا پلار، جان نورګوف په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «په نهایت کې د فوق العاده استعداونو دغو ۱۹ ځوانو مېرمنو خپلې راتلونکې له فوق العاده تحصلي او مسلکي فرصتونو سره بېرته په لاس راوړې. دا د دوی له پارهیو بدیل دی چې په افغانستان کې ښه نه دی.»

آغلې آصفي وايي چې هغه هيله لري چې ډاکټره شي او یوه ورځ د ېوې ډاکټرې په توګه بېرته افغانستان ته د کار له پاره ولاړه شي: «دا یو دایمي وضعیت نه، موقت دی. دا هر څه به بدل شي او یوه ورځ به موږ یو روښانه افغانستان او یو سوله ایز هيواد ولرو.»

فریبا آصفي زیاتوي: «زه ډاډمنه یم چې داسې یوه ورځ به راشي چې موږ ټولې نجونې ووينو چې دوی وشي کړی زدکړې وکړې، کار وکړي او خپلو خوښيو ته ورسیږې. موږ د یو روښانه افغانستان له پاره باید خوشبينه واوسو او دا نژدې ده.»

(AFP)mks/nz

آیا د نجونو د زده کړو له پاره مدرسې د ښوونځیو بدیل کیدای شي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل