1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوداګر: دولت زموږ سلګونه میلیونه افغانۍ پور نه راکوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

افغان سوداګر او د شرکت مالکان وایي په تېر حکومت او د طالبانو په واکمنۍ کې یې یو شمېر رغنیزې او دولتي پروژې عملي کړي، خو میليونونه پیسې یې په دولت کې بندي پاتې دي. د طالبانو اداره یې ورته نه اجرا کوي. خو طالبان څه وایي؟

https://p.dw.com/p/4I2a9
افغان سوداګر او د شرکتونو مالکان
افغان سوداګر او د شرکتونو مالکانانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

یو شمېر افغان سوداګر او د شرکتونو څښتانان وایي چې په ساختماني او لوجیستیکي پروژو  کې يې پر پخواني حکومت او د طالبانو پر اداره سلګونه میلیونه افغانۍ پور پاته دی، خو طالبان یې ورکړې ته تیار نه دي او هیڅوک یې غږ نه اوري.

په کابل کې د یوه ساختماني شرکت مشر محمدالله دویچه ویله ته وویل، چې یو شمېر پروژې یې د پخواني حکومت پرمهال عملي کړي، خو پیسې یې نه دي اجرا شوي او ځینې پروژې یې د طالبانو ادارې په غوښتنه او س  بشپړې کړې دي، خو طالبان یې د پخوانيو او اوسنيو کارونو د هیڅ پیسو ورکړې ته تیار نه دي.

هغه وويل: «زموږ پیسې چې په دولت کې بندې دي هغه نه راکول کیږي. ما څو پروژې بشپړې کړې دي او ۱۶۶ میلیونه افغانۍ مې په دولت کې بندې دي، خو زما پیسې نه راته اجرا کیږي. آن ځینې پروژې مې د طالبانو ادارې په غوښتنه چې نیمګړې پاتې وې اوس بشپړې کړې دي. هره ورځ مې پوروړي د کور دروازې مخې ته ولاړ وي، ځینو ته مې خپله ځمکه خرڅه کړه او پور مې يې پرې کړ.»

د طالبانو د واکمنۍ یو کال، له اقتصادي پلوه یې افغانستان ته څه لرل؟

د ساختماني شرکت دغه مشر وایي، چې کار یې اغېزمن شوی، خو نه یوازې دا چې د طالبانو اداره یې د ترسره شویو کارونو پورونه نه ورکوی، بلکي اوس یې ورپسې د تېرو کلونو لوړې مالیې هم رایستلې دي. سوداګر وایي چې د طالبانو له واکمنۍ سره یې د پخوا په پرلته کاروبار اغېزمن شوی او له ډېرو ستوونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې لا هم د بانکونو پیردونکي له بانکونو څخه خپلې پیسې په اسانۍ نشې رایستلی.
په افغانستان کې لا هم د بانکونو پیردونکي له بانکونو څخه خپلې پیسې په اسانۍ نشې رایستلی.انځور: TASS/dpa/picture alliance

رفیع الله بیدار په افغانستان کې د یوه لوجیستیکي شرکت مشر دی. هغه وایي، چې د پخواني حکومت پرمهال یې  افغان پوځیانو ته خوراکي توکي رسول.

 نوموړي دویچه ویله ته وویل چېدولت يې په میلیونونه افغانۍ پوروړی دی او د طالبانو له واکمنیدو سره یې کاروبار خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه: «زما د کورنیو چارو وزارت د زون سره قرارداد و او ۱۳۰ میلیونه افغانۍ مې بندې دي. ما خوراکي مواد ورکول، وریجې، غوړي، اوړه او نور. خو پيسې مې بندې دي او نه راکول کیږي.طالبان راته وایي تر امر ثاني پورې منتظر شئ.»

افغان سوداګر: افغانانو ته به د عربي اماراتو د ویزو وېش پيل شي

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې یو شمېر داسې شرکتونه شته، چې کارونه یې ترسره کړي، خو پيسې نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد دویچه ویله ته وویل چې د سوداګرو او شرکتونو د مالکانو شکایتونه ورته رسېدلي دي او دوی هڅه کوي چې له نورو ادارو سره په ګډه د هغوی  ستوونزو ته رسېده ګي وکړي: «هغه افغان سوداګر چې په هېواد کې دي او یا بهر کې دي ستوونزې به یې انشاالله ژر هوارې شي. د سوداګرو پیسې چې له موږ سره بندې دي، هغه به په لنډ وخت کې د یوه میکانیزم له جوړیدو وروسته اجرا شي.»

په همدې حال کې د طالبانو ادارې د مالیې وزارت ویاند دویچه ویله ته وویل چې د سوداګرو د قرضونو د معلومولو او ورکړې له پاره یوه کمېټه جوړه شوې او دغي کېمټې یو هر اړخیز طرزالعلمل جوړ کړی دی.

هغه وویل: «یوه کمېټه د مالیې وزارت په رهبري جوړه شوې ده، تر څو د ټول نظام په کچه د شرکتونو مطالبات، تضمینات او پورنه تثبیت کړي او بیا د هغې له پاره یوه حل لاره ولټوي، یو هر اړخیز طرزالعمل جوړ شوی او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته لیږل شوی دی.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه: