1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: امريکا ته د انتقال د پروسې پر ځنډ د افغانانو احتجاج

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

په اسلام آباد کې ميشت په لسونو افغانانو د امريکا د ویزې په ترلاسه کولو کې د ځنډ له کبله مظاهره کړې ده. دوی وايي چې امريکا ته د انتقالیدو ژمنې ترلاسه کولو وروسته له تېر کابو يو نيم کال راهيسي دلته په انتظار دي.

https://p.dw.com/p/4O1ty
Pakistan | Privatschulen unterrichten afghanische Flüchtlinge
انځور: DW

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په دويم ځل له رسېدو سره سم يوشمېر افغانان چې خبريالان او د بشري حقونو فعالان هم پکې شامل دي، د خپل ژوند د ژغورولو په موخه پاکستان ته ولاړل.

د امريکا حکومت هم دې کسانو ته د ویزې د ورکړي پروسې چټکولو له پاره د لومړۍ ترجيح او دويم ترجيح کډوالو چې پي ۱ او پي ۲ هم ورته ويل کیږي، په نوم يو پروګرام پېل کړی وو. 

د دې پروګرام له مخې هغه افغانان د امريکا ویزه ترلاسه کولی شي چې په افغانستان کې یې د امريکايي حکومت، کومې امريکايي رسنۍ او يا د غير دولتي موسسو سره کار کړی وي او په امريکا ميشت کارفرما له خوا جاري کړل شوې تائيدي ولري

اړونده موضوع:له افغانستانه د مغزونو تېښته؛ چاره څه ده؟

په پاکستان کې په موقتي توګه ميشت دا عريضه کوونکي له تېر يو نيم کال څخه له ډېرې مودې راهېسې دې ته انتظار باسي چې امريکايي چارواکي یې د ویزو پر عريضو کار پيل کړي.

ویزې ته منتظر دا افغان کډوال د يو شمیر ستونزو سره مخامخ دي. له يوه اړخه دوی له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او بل لوري ته په پاکستان کې زده کړو، روغتيايي او نورو خدماتو ته لاس رسی نه لري.

«په دې سختو ورځو کې راسره مرسته وکړئ»

د دې وضعيت پر ضد افغان مهاجرو د يکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د نيشنل پريس کلب مخې ته مظاهره وکړه. د مظاهرې له تنظيموونکو څخه یې د محمد باقر احمدي په نوم يوه تن وويل چې د ويزې پر غوښتنليکونو د کار نه پېليدو له کبله دوی په پاکستان کې يو شمیر ستونزو سره مخ دي.

اړونده موضوع:افغانانې پاکستانۍ وزیرې ته: موږ مه هېروئ

مظاهره کوونکو وويل چې د غوښتنليکونو وړاندې کوونکو ته د لومړۍ مرکې له پاره هم وخت نه دی ورکړل شوی او له همدې کبله د ویزې د پروسې اړونده چارې هم نه دي پيل شوي.

افغان کډوالو په دې ترڅ کې له ځان سره لوحې ليږدولې چې پرې ليکل شوي ول: «موږ د پي ۱ او پی ۲ سره تړاو لرونکو، ستاسې متحدينو او همکارانو د ديموکراسۍ، بشري حقونو او بيان د آزادۍ د ودې له پاره مهم رول لوبولی دی. موږ په خپلو سختو ورځو کې ستاسې څخه د ملاتړ او دوستۍ غوښتنه کوو.»

اړونده موضوع:پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غبرګونونه را پارولي

د پي ۲ نوملړ سره تړاو لرونکي د حسام الدين په نوم يوه افغان وويل چې پي ۱ او پي ۲ عريضې وړاندې کوونکي افغانان بايد له دې ځايه يوه داسې هيواد ته انتقال شي چې هلته د «Resettlement» يا بيرته ځای پر ځای کولو مرکزونه چې آر اس سي هم ورته ويل کیږي، شتون ولري څو دوی هلته انترويو ورکړای شي.

نوموړي وويل: «دوی [امريکايان] موږ باید له دې ځایه وباسي او موږ بل هيواد ته بايد انتقال کړي، چېري چې آر اس سي مرکزونه فعال وي او پر ویزو مو کار وشي.»

د امريکا د قوانينو پر اساس دا ډول کډوال امريکا ته د انتقاليدو دمخه لومړی په يوه دريمګړي هېواد کې ځای پر ځای کيږي څو یې هلته دوسیې وارزول شي. کيدای شي دوی له ۱۴ تر ۱۸ مياشتو مودې پورې په دريمګړي هېواد کې وساتل شي او د آر اس سي مرکزونو له لارې یې قضیې برسي شي.

زموږ له آرشیف څخه:

پاکستان کې افغان کډوال: د کورونو نه موندلو مو ژوند تریخ کړی