1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازيول: افغانستان ته د اخراج پرواز دي ودرول سي

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

د پناه غوښتونکو د حقونو سازمان پرو ازيول غوښتنه کړې ده چي له آلمان څخه دي د افغان مهاجرو اخراج و درول سي. آلمان پلان لري چي د سه شنبې په ورځ نور افغانان اخراج کړي.

https://p.dw.com/p/3noK8
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

د پرو ازيول سازمان غوښتنه کړې ده چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۲مه) پلان سوی هغه پرواز دي ودرول سي، چي په مرسته به يې رد سوي افغان مهاجر کابل ته لېږدول کيږي. دغه پرواز د آلمان له دوسلدورف هوايي ډګر څخه پلان سوی دی.

پرو ازيول ويلي دي چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو ګواښ زيات دی. د دغه سازمان رئيس، ګيونتر بورکاردت ويلي دي چي طالبان و واک ته د رسېدو په حال  کي دي او دا چي اوسنۍ جيو ستراتيژيکه وضعه داسي اندېښنې زېږوي چي افغانستان به د طالبانو په هيواد بدل سي.

بورکاردت زياته کړېده: «پرو ازيول د دې غوښتنه کوي چي اخراج دي ودرول سي او محکمې او سياست دي د فيصلو بيا ارزونه وکړي.»

د پرو ازيول رئيس ويلي دي چي د پناه غوښتونکو او د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (بامف) په تيرو کلونو کي «زياتي فيصلې کړي دي». د هغه په وينا بامف زيات وختونه د طالبانو له خوا د ځوانانو تعقيب د ساتنې او پناه ترلاسه کولو دليل نه ګڼي.

نوموړي زياته کړې ده چي د بامف له خوا هغه استدلال چي ګواکي په افغانستان کي په لويو ښارونو کي خوندي ځايونه سته او پناه غوښتونکي هلته تللای سي، په اصل کي ناسم استدلال دی ځکه چي «په اوسني وضعيت کي داسي ځايونه نسته».

بورکاردت ويلي دي چي د کرونا پاندمي تر سيوري لاندي په بشپړه سختۍ سره کوښښ کيږي چي د قانوني دولت ټول ثبات له منځه يووړل سي.

آ./ن.ز./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (2020. 13. 12)