1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليبلغاریا

بلغاریا کې د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

بلغاریايي چارواکو د جمعې په ورځ د هغو ۱۸ کسانو مړي موندلي چې په یوه لارۍ کې د دغه هېواد له لارې قاچاقېدل. د بلغاریې چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې لاری کې ۵۲ کډوال لېږدول کېدل چې دا ټول تر لرګیو لاندې پټ شوي ول.

https://p.dw.com/p/4NgEE
د بلغاریې صوفیا ته څېرمه په یوه لاری کې د ۱۸ افغانانو مړي موندل شوي
د بلغاریې صوفیا ته څېرمه په یوه لاری کې د ۱۸ افغانانو مړي موندل شويانځور: Georgi Paleykov/NurPhoto/IMAGO

د رپوټونو له مخې، د پلازمینې صوفیا شمال ختیځ ته ۲۰ کیلومتره لرې په «لوکورسکو» کلي کې ځايي خلکو دغه لاری موندلې او په اړه یې پولیسو ته خبر ورکړی.

یوه ځايي څارنوال AFP  خبري آژانس ته وویل: «د لومړنیو رپوټونو له مخې، هغوی د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي، ځکه ډېر خلک په ډېر کوچني ځای کې ځای پر ځای شوي ول.»

ځايي روغتیايي چارواکو ویلي چې په مړو شویو کې یو ماشوم هم شته چې ښايي شپږ یا اوه کلن به وي.

اړوند مطالب:د اتو افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته ولیږدول شول

د دغو چارواکو په خبره لومړنۍ څېړنې ښيي چې په لارۍ کې سپاره کسان افغانان ول، چې له ترکیې راغلې او غوښتل یې چې د بلغاریې له پولې تېر شي.

د رپوټونو له مخې، له پېښې وروسته د بلغاریې پولیسو څلور کسان د انساني قاچاق په تور نېولي دي.