1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

چېک: په جنسي تېري او قتل تورن افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د چېک جمهوريت په کارلسباد (کارلووي وري) ښار کې د چړې تر یوه بريد کابو ۱۵ مياشتې وروسته يو سړی چې له افغانستان څخه اروپا ته راغلی دی، د وژنې د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله حبس محکوم شو.

https://p.dw.com/p/4PBqj
تر بند وروسته دغه مجرم ته د اخراج ګواښ هم موجود دی
تر بند وروسته دغه مجرم ته د اخراج ګواښ هم موجود دیانځور: Michael Bihlmayer/CHROMORANGE/picture alliance

دغه کس يو ۲۴ کلن افغان ښودل شوی دی چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنه کړې ده. نوموړی بايد د چېک د پيلزن ښار د آيالتي محکمې د پرېکړې له مخې ۲۲ کاله په زندان کې تېر کړي. د بند تر دغې مودې وروسته ښايي نوموړی له چېک څخه افغانستان ته اخراج هم شي. د محکمې د څرګندونو له مخې دغه سړي د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ يعنې د نوي کال په ورځ کارلسباد يا کارلووي وري ښار ته سفر وکړ څو نوی کال او خپله کليزه هم ونمانځي.المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی

هلته نوموړی له يوې ۳۷ کلنې ښځې سره مخامخ شو چې د یوې چړې په مټ يې د هغې پر ټټر او خېټې باندې درې ګوازره وکړل. نوموړې د جدي مراقبت په څانګه کې تر درمنلې وروسته ژوندۍ پاتې شوه. وروسته دغه سړي يوې ۱۹ کلنې ښځې ته په همدې چړې ګواښ وکړ او جنسي تېری يې ورباندې وکړ. نوموړی په تېښته بريالی، خو وروسته بيا ونيول شو.  د المان حکومت افغانستان ته د مجرمینو پر اخراجولو غور کوي

د پوليسو د پخوانيو څرګندونو په حواله د الکول تر يوه تېست وروسته د ۱،۲ پروميل په اندازه الکول د هغه په وينه کې تثبيت کړل. محکوم شوي کس د محمکې په وړاندې وويل چې د یادو پېښو هيڅ څه يې په ياد کې نه دي پاتې. دغې قضيې ته په چېک جمهوريت کې د ډېرو خلکو پاملرنه اوښتې ده. د کارلسباد ښار له پلازمېنې پراګ څخه ۱۱۰ کیلومتره لويديځ لوري ته پروت دی. هغه د اوبو د چينو په درلودلو سره د يوولس دوديزو ښارونو څخه يو دی چې د يونسکو په نړيوال ميراث کې شامل دی او »د اروپا د اوبو او چينو تر ټولو مهم ښارونه« بلل کيږي.