آصف سلطاني د المپيک لوبو ته نوماند افغان مهاجر
۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبهآصف سلطاني له ماشومتوبه د المپيک لوبو سره مينه درلوده. هغه په افغانستان کې جګړې او کړاو تجربه کړل او بیا يې د استرالیا پر لور د مهاجرت سختي لاري ته اوږه ورکړه.
هغه اوس د کراتې د تور کمربند په درلودلو سره، د توکيو المپيک ته لارموندنې ته ورنژدې شوی دی. ۲۵ کلن سلطاني وايي چې هغه په خپل ژوند کې «انسانانو پورې اړوند د ځينو تر ټولو سختو حالاتو شاهد» وو.
د مهاجرت د خطرناک او وحشتناک سفرونو خاطرې اوس هم د سلطاني ذهن زوروي. هغه استرالیا ته د مهاجرت پر لار نژدې وو چې په يوه زړه کښتۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د مهاجرت د وحشتناکو سفرونو خاطرې
کله چې دغه کښتۍ د شپې په تیاره کې د اندونیزیا او استرالیا تر منځ اوبو کې ماته شوه، په کښتۍ کې د سپرو شاوخوا ۱۰۰ مهاجرو په منځ ګډوډي او ویره خپره شوه. ځينو مهاجرو د نجات واسکټونو پر سر يو له بل سره اخ و ډب وکړ، خو سلطاني وايي چې هغه هيڅکله دا هڅه ونه کړه چې د ځان له پاره واسکټ پيدا کړي او دغه راز يې ونه شوای کړای له هغه ماشوم څخه سترګي واړوي چې له وضعیت څخه ناخبره د اوبو له څپو سره لوبې کوي.
سلطاني د سيدني په لويديځ کې د کراتې په یوه کلب کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «هغه [ماشوم] اصلا خبر نه وو چې موږ د ډوبيدو په حال کې يوو. دغې شیبې مې خپل ماشومتوب رایاد کړ.»
که څه هم دغه کښتۍ له ډوبيدو وژغورل شوه او سلطاني يې استرالیا ته ورساوه، خو د دغه ماشوم لیدل هغه ته ټکان ورکړ او انګیزه يې داسې غښتلې کړه چې یوه ورځ به وشي کړای د المپيک په سیالیو کې د ټولۍ نړۍ د مهاجرو استازيتوب وکړي.
دغه افغان مهاجر وايي چې د المپيک په سيالیو کې ګډون ورته په «میلیونو دلایل» لري.
د جون اتمه د سلطاني له پاره مهمه ورځ
هغه اوس د هغو ۶۵ مهاجرو له ډلې څخه یو دی چې هڅه کوې د المپيک سياليو د مهاجرو ټيم ته لار پیدا کړي. د دغه ټيم غړي به د جون میاشتې پر اتمه نېټه مشخص شي. د المپيک په سيالیو کې د مهاجرو ټيم د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۶م کال د ریو په المپيک کې ګډون وکړ.
سلطاني وايي: «هغه [په ريو کې ګډون] ماته الهام راکړ. ما په ریو کې د مهاجرو د لومړي ټيم په لیدلو سره وويل: بلاخره به وشم کړای چې د دغه ټيم غړی شم او نه یوازې د خپل ځان، بلکې د ټولې نړۍ د ميليونو انسانانو استازيتوب به کوم.»
استرالیا ته د سلطاني نه کلن سفر وروسته له هغې پیل شو چې کورنۍ يې د جګړو له امله افغانستان پريښود. دوی لومړی ایران ته ولاړل چې په لاره کې د غلو لخوا لوټ شول. هغوی هره شيبې د اختطاف او مرګ احساس کاوه. سلطاني چې په خپل ژوند کې په پر له پسې توګه وهل او ټکول کیدی، د ځان د دفاع له پاره يې په ایران کې رزمي ورزش ته مخه کړه.
د بروسلي فلمونه
خو هغه یو بې اسناده مهاجر وو او تر څو میاشتو وروسته له کلب څخه اخراج کړل شو. سلطاني هغه وختونه په یاد دي او وايي: «زړه مې مات شو، دا زما له پاره واقعا ډيره سخته وه، ځکه چې دا (ورزش) يوازینی شی وو چې ما درولود.» سلطانی کوم لارښود یا استاد نه درلود، هغه به د کور په انګړ کې تمرینات کول او د بروسلي پخواني فلمونه به يې په تکرار کتل او له هغو به يې زده کړه کوله.
سلطاني وايي: «هغه [بروسلي] ماته د یو ماشوم په توګه الهام راکړ چې هيڅکله خپل ارمان له لاسه ور نه کړم.» خو سلطاني په ۱۶ کلنۍ کې په یوازې له ایرانه اخراج کړل شو. هغه په افغانستان کې د کورنۍ د نه درلودلو او د جګړو د ادامې په دليل، استراليا ته د مهاجرت لار ونيوله او ځان يې اندونيزتا ته ورساوه.
سلطاني د سمندري خطرناکي لارې په وهلو ځان استراليا ته ورساوه او څو مياشتې يې په یوه کمپ کې تيرې کړې. له ورزش سره علاقمندي سبب شوه چې د کمپ ساتونکي د هغه ملاتړ وکړي.
هغه وايي: «د خلکو ملاتړ ماته ډير ارزښت لري. زه تر نن ورځې پورې د کمپ د ساتونکو له ملاتړه منندوی یم. زه يې واقعان ډير تشویق کړم.»
د المپيک د سرو زرو مډال څخه لوړ هدف
آصف سلطاني وروسته له دې قبولې ترلاسه کړه او د سیدني په شمال مايتلند کې يې خپل نوی ژوند پیل کړ. په ۱۸ کلنۍ کې په لومړۍ ځل په ښوونځي او يوه کلب کې شامل شو. هغه وايي چې ښوونځي ته تر تلو مخکې به يې هره ورځ ۲۰ کيلومتره پیاده مزل کاوه.
دغه افغان مهاجر وايي: «دغه ورزش زما د ژوند یوه لویه برخه ده او په ماشومتوب کې يې زما ژوند ته نجات ورکړ.»
سلطاني اوس په ټيم کې د المپيک ټيم غړيتوب ته انتظار کوي. هغه د سرو زرو مډال څخه پورته هدفونو لري او غواړي چې د ټولو مهاجرو ماشومانو له پاره يو سمبول وي. هغه وايي: «مهمه نه ده چې دغه ماشومان څوک او د کوم ځای دی. هغوی لویو بریاو ته د رسیدو توان لري.»
(AFP)/af/si/ mks/nz